یکشنبه, مې 19, 2024
Home+ولسی باور د حکومتولی لومړی شرط او خدمتگاره اداره د نن ورځې...

ولسی باور د حکومتولی لومړی شرط او خدمتگاره اداره د نن ورځې لومړیتوب

 پوهاند محمد بشیر دودیال

(له حاکمې ډلې سره د ځوانانو پر ستونزه لنډ بحث)

تر هغو چې پر سیاسی حاکمیت باندې د ولس پوره باور نه وي، نه به د آبادۍ کار وشي او نه به حاکمیت د خلکو له ویرولو، اخطار ورکولو او بندی کولو وزګار شی، پاتې لا  دا چې سنګسار او لاس پرې کول. خدمتګاره اداره، یعنی عمومي اعتماد ترلاسه کول. وروسته پاتې هیوادونه لکه افغانستان، پاکستان، سوډان همدا ستونزه لري. ځینی نور: خشن حاکمیتونه لکه شمالی کوریا او ایران؛ سره له دې چې قانون لري، پوره کار کوي، خودوی بیا د تشدد او استبداد له امله د ولس د باوروړ نه دي.

اعتماد جوړول په دولتي ادارو کې د عامه خدماتو له لارې کیږي. د ولس باور او اعتماد تر لاسه کول د  حاكميت اصلی ُركن او دهغه د مشروعيت شرط دی  پرته له هغه به یو متزلزل حاکمیت وي. زورچلول او خدمتگزاري ته نه پاملرنه، عمومي باور او د حاکمیت مشروعيت ته لوی زیان اړوي.

د حکومت لوی سازمان (عامه اداره) له ډیرو سازمانو لکه ښاروالیو، د روغتیا اداره، دکرنې، صنعت، سوداګري، قضا، پولیس او داسې نورو سازمانو او ادارو څخه جوړه ده، نن ورځ د ښه نظام د معرفی لپاره د دغو ټولو سازمانو ترمنځ دکار کولو، ښېګڼو، مزیت او اعتماد جوړونې رقابت او سیالی رامنځته شوی ده.  د دغو سازمانو مدیران داعتماد په جوړولو کې اساسي رول لري. د عامه اداراتو مدیران د اعتماد د فضا په رامنځته کولو کې ځان هغو اهدافو ته رسول غواړي چې ملت او ولس دهغو په ارزښتونو توافق لري. هغه څه چې ولس ته په متفق الرای ډول ارزش ونه لري، هغه عمومی هدف نه بلل کیږي. د لوړ شعور لرونکی ولس ته د فردي ګټو پر ځای عامه  منافع لومړیتوب لري. د عامه ګټو نه خوندی کول، نظام او حاکمیت ته آفت دی.

باور د حاکمیت لویه سیاسی، ټولنیزه اومعنوی سرمايه ده چې د زړونو د پيونداو د ملی  یووالی لامل کیږي.  متاسفانه دا چې نن ورځ  افغانستان کې ولس، په تیره ځوانان ناراضه او خدای مه کړه ملی یووالی مو ګواښ سره مخ دی، علت یې د حاکمیت نه مشروعیت او د دوی له خوا بیحده قیود، نظری تنګ چوکاټ اود خدماتو نه ترسره کول دي.

نن چې څوک د قدرت او حکومت کولو دعوا لري، شرط یې عامه باور او اعتماد دی، دا د اجرایی سازمانو لپاره فوق العاده اهميت لري. که حاکمیت سره سوال وي، یا د دوی زړه تنګ وي چې ولی خلک دوی څخه رضایت نه لری، او دوی سره دا سوال وی چی ولس څه غواړی،  نو باید پورته مطلب ته ځیر شي.

متاسفانه ځوانان فیسیوک او خپلو منځو کې، شفاهی خبرو اترو او مسیجونوکې په کنایه او طنز سره کترې او کنایې تبادله کوي.

 کنایو او نا وړه نومونوسره عام ولس سخت حساس دی، دافغانستان خلک ډېر معتقد او په دیني سپېڅلو شعایرو ولاړ خلک دي، ځوانان نباید له حاکمیت څخه خپل عدم رضایت د خلکو مقدساتو ته په توهین منعکس کړي او حاکمیت هم باید نا سنجیده بیاناتو څخه ډډه وکړي.  د قدرت په خاطر د خلکو له سپېڅلو عقیدو ناوړه استفاده، نه شرعاً نه عرفاً قطعاً مجازنده، دا اشتباه زوال او دروند محکومیت لري.

نو ځکه؛ د افغانستان د عامه ادارې ټول رهبری مقامات، عام ولس او په تیره ځوریدلي ځوانان زغم ته رابولو.

عرض لرو: اعتماد او باور جوړ کړئ، باور یوه آسانه کوونکی ښکارنده ده،  چې تاسې یو بل څخه د مرورتوب له فضا راباسي.

د ادارې او د مدیریت دعلم نامتو څیړونکی  لوين( Liwin) په ۱۹۹۹م. کال کې ثابته کړه چې  خدمتگزار مشران او حوصله مند حاکمیت د باور لامل کیدای شي، استبداد د حاکمیت تباهي ده. وروسته بیا گرين ليف د باور جوړلو لارې وښودې. ګرینلیف د خدمتگزاري په اړه، په خپل نامتو كتاب «رهبرد خدمتگار په دریځ کې» لیکی: خدمتگاره اداره او حاکمیت په یوه فردی طبيعي حس سره شروع کیږي؛ يعنې هغه فرد او وګړی چې په ذاتي ډول د کار او خدمت کولو اراده لري. دا یو شعوري او آگاهانه انتخاب دی ، په دې سره ټولنه او اداره کې شوق او یوبل سره مینه او یو پربل باور زیاتیږي. په دې سره د ټولنې هر وګړی غواړي په خپله د ټولنې  خدمتګار غړی جوړ شي. په دې ډول سره ټولنه له خدمتګارې ادارې، خدمتګار حاکمیت  او رهبر څخه الهام اخلي، رضایت ښکاره کوي او یوه پرتمینه او مترقی ټولنه جوړوي، منکرات، نواهي، لوږه او احتیاج پکې له منځه ځي، نوښتونه را منځته کیږي او د مایوسی ځای امیدونه او خوشحالی نیسي. له منکراتو څخه دمعروف په لوري لاره همدا ده!

د ادارې او مدیرت دوه نور نامتو پوهان (پيج  او وونگ) خدمتګاره اداره کې د رهبر لپاره څلور محوري شخصیتی ابعاد ښیي:  وګړپالنه/خلکو او ولس سره مینه، دندې ته اخلاص لرل او د مسلکي/تخصصي پوهې له مخی خدمات ترسره کول، او اداري پروسه باندې پوهیدل.

تخصص، اداري پوهه، خلکو سره مینه او عامه غوښتنو ته درناوی یوه معنا داره (meaning full) ځانګړنه ده چې د عامه رضایت لامل ګرځي. اعتماد جوړول او رضایت تر لاسه کول په زور او تشدد نه کیږی، بلکی تشدد سرچپه پایله لري.

1 COMMENT

  1. سلام
    Meaning full ،هو عدم تشدد !سل په سلو کې تاسره موافق یم. ستا عالمانه لیکنه د «ان الله یامر بالعدل والاحسان » څخه په اخلاقی ،دینی، فرهنګی او معنوی لحاظ دبشبړ باور او اعتماد استازیتوب کوی. ستا اګاهانه اوعالمانه څېړنه ، درایت او رسالت ور سره ملګری دی وایی درې شیان انسان تباه کوی :حرص ،حسد، او غرور.
    بناء صبر ،زغم، عدل ،انصاف ،احسان او دپوهاند صاحب شعوری لید لوری د[ ستونزه] په وړاندې د عامه پوهاوی سالم پیام دی چې موږ یو هدف ته رسولی شی اوزموږ احساساتی مسئو لان ورته بېړنی ضرورت لری.
    دغه فرهنګ کولی شی چې موږ له سترو کړکیچونو او پېچلو سیالیو وژغوری نو راځی ډیر ه کمه فیصدی یې وازمایو اودادعلم ،حلم، کرم اوښې ژبې برکت ته مخه کړو چې انسان لوړې درجې ته بیایی او له تشدد یې لیرې ساتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب