Homeخبرونهروسیه په افغانستان کې د امریکا د پاتې وسلو په اړه انديښنه...

روسیه په افغانستان کې د امریکا د پاتې وسلو په اړه انديښنه لري

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شلمه)‏ ‏‏ د روسیې د ملي امنیت شورا سیکرټر نیکولای پېټروشیف په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې وسلو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د دغو وسلو په وسیله ناارامي د سیمې ټولو هېوادونو ته تلای شي.

نیکولای پېټروشیف د چارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه په مسکو کې د سیمې د هېوادونو امنیتي غونډه کې دا انديښنه ښودلې ده.

پېټروشیف ویلي:”موږ د څه باندې زرو بکتربند موټرو، عسکروړونکو ټانکونو، په درځنونو الوتکو او هیلیکپټرو، د سلګونه توپخانو، مارټر توپو، د ټانک او الوتکې ضد سیسټمونو او لکونه سپکو او درنو وسلو په اړه خبره کوو چې لسګونه ميليارده ډالره ارزښت لري”.

د روس د ملي امنیت سلاکار وایي کېدای شي دا وسلې او جنګي وسایل هم په افغانستان کې دننه د بېلابېلو ډلو تر منځ د جګړو د زیاتېدو سبب شي او هم په غیرقانوني لارو په تور بازار کې خرڅ شي.

پېټروشیف دا اندېښنه هم ښکاره کړې چې کېدای شي دا وسلې د نورو هېوادونو د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورشي.

هغه وایي په دې توګه امکان لري “په افغانستان کې د ناارامۍ مرکز- چې د ده په وینا لوېدیځو هېوادونو جوړ کړی- د سیمې ټولو ملکونو ته وغزېږي”.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تېر کال یې هغه راپورونه رد کړي وو چې ګوندې د بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې په پټو لارو ګاونډي پاکستان ته وړل کېږي.

د امریکې د دفاع وزارت په وينا، امریکا د افغانستان امنیتي ځواکونو ته له 2005م تر 2021م کال پورې د 18.6 ميليارده ډالرو په ارزښت پوځي وسایل ورکړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...