جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهپر کابل هوايي ډګر هجوم؛ چارواکي ترکېې ته د خلکو د لېږد...

پر کابل هوايي ډګر هجوم؛ چارواکي ترکېې ته د خلکو د لېږد اوازې ناسمې بولي

تاند:( چار شنبه، د دلوې نولسمه)‏ ‏‏د کابل امنیې قومندانۍ طالب ویاند خالد ځدراڼ هغه اوازې رد کړي، چې ګواکې د کابل له نړيوال هوایي ډګر څخه ترکیې ته خلک لېږدول کېږي.

خالد ځدراڼ دغه اوازې په بشپړه توګه دروغ بولي او وايي چې هېڅ حقیقت نه‌لري.

نوموړی زیاتوي:«ساعت وړاندې ځینو کسانو هوایې ډګر ته مراجعه کړې وه چې د امنیتي موظفینو لخوا بېرته رخصت شول.»

په ورته وخت کې، له خلکو سره د طالبانو د امنیتي ځواکونو د تاوتريخوالي خبرونه ورکړل شوي.

نن په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې خپرې شوې، چې ګواکې ترکيې هېواد له کابل هوايي ډګر څخه هغه کسان خپلې خاورې ته لېږدوي، چې د ترکېې په زلزله ځپليو سيمو کې غواړي کار وکړي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته، ډېری افغانان د اقتصادي او بشري ناورين، وضع شويو قيوداتو او ژورې نهيلۍ له امله د هېواد پريښودو په هڅه کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب