پوهاند محمد بشیر دودیال
(تاریخی ابدات)
له بده مرغه د افغانستان تر نیمایی زیات تاریخي آبدات، کلاوې، برجونه، پلونه، سمڅې، ماڼۍ، جوماتونه او زیارتونه یا دطبیعی پېښو، یا جنګونو ، لوټ او تالان یا هم د تعصب له امله له منځه تللی دي. یو شمېر نور د فرهنګی او تاریخی رخې او رقابت او هویت بایلود او هویت پیکه کولو د دسیسې او توطئې له امله ویجاړ شوی دي. په دې کې یو هم د نووابهار مزدک دی.
د نوبهار مزدک (معبد) یا د نوبهار اورتون (آتشکده) په لرغونِي بلخ کې یو لوی معبد و، چې اوس یې کنډوالې د دوو لویو غونډیو په بڼه ښکاري. دغی کنډوالی د بلخ او د شبرغان ترمنځ په لاره کې تر سترګو کیږي. دا پخوا وختونو کی د زردشتیانو او بیا ورپسې د بودایانو لوی او مهم مزدک و او دلته به زرګونه زیارت کوونکی راتلل. په سانسکریت ژبه کی د نوبهار اصلی بڼه (نه وه وی هه ره) یا (نو وا و یهارا) (Navavi Hara) دی چی لومړی برخه “ناووا” د نوی او تازه په معنا او هارا یعنی دعبادت ځای. په دې توګه (ناوا ویهار) د نوی معبد معنا درلوده. د قیقی توسي په ګشتاسپنامه کی لیکلی چی: د لُهراسپ او ګُشتاسپ پر مهال، د بلخ ښار یو مهم دینی مرکز و او هلته یو اورتون و چی هغه ته یی نوبهار نوم ورکړی و او لکه اوس چی مکه شریفه د مسلمانانو د پام وړ ده، هغه مهال نوبهار ته خلک زیارت ته ورتلل او د هغه مهال پاچایانو به دغه مرکز او د هغه متولی ته ډیر درناوی کاو. هغه مهال زیارت په شنه ښایسته حریر (شال) پوښل شوی و. داسی هم ویل کیږي کله چې لُهراسپ له تخت او تاج سره خدای پامانی وکړه، نو همدغه زیارت کی مجاور شو.
دغه نامتو زیارت یوه اوچته ګومبذه او ۳۶۰ مقصورې لرلې چی په هغو کی د زیارت خدمه اوسیدل او زیارت ډېر ښایسته او ښه پوښ یې درلود، نو خلک به ورته هک پک پاتی کیدل. داسی هم ویل کیدل چی کله به باد ولګید نو هغه ټوټه به چی د زیارت په ګومبذۍ هواره وه، داسی ورپوله چی آن د ترمذ په ښار کی به لیدل کیده او له بلخ څخه تر ترمذ پورې دولس فرسخه لاره وه. پورتنۍ خبره د بلخ په هکله د “وندیدا” دکتاب له خبرې سره ورته ده. د دغه زردشتي کتاب له مخې؛ بلخ څلورم اهوارائی ښار و چې لوړ توغونه او بیرغونه ورباندی هسک ول. اوس هم په دغو غونډیو باندې د ایرو په بڼه خاورې لیدل کیږې. او دا ورڅخه څرګندیږي چې دلته یی اورونه بلول او دغه اورونه د ترمذ له ښار څخه لیدل کیدل او هغه مسافر به چې د بلخ ښار ته تلل، د دغه اور په لوري به روان وو چې لاره غلطه نکړي. د پام وړ ټکی دا دی چې د زردشتیانو دغه اورتون وروسته بیا د بودایانو په یوه اصلي مرکز بدل شو، خو دا چې ولې داسې وشول، لامل یې دا و چې د هخامنشیانو د دولت له پرځیدو څخه وروسته باختریان واک ته ورسیدل او د باختریانو او هند تر منځ نژدې اړیکې رامنځته شوې. وروسته بیا له میلاد څخه ۲۶ کاله مخکې د هند پاچا آشوکا چې بودایي مذهبه و، د دغه دین د تبلیغ او دود کولو لپاره مبلغین او مبشرین بلخ ته واستول او له همدې نیټې څخه وروسته ورو ورو بلخ د نوبهار د مزدک په اعتبار د بودایی دین مرکز وګرځید او بودایانو به په دغه مزدک کې د بودا د مجسمې په وړاندې لمونځ کاو.
چینی ګرځندوی هیوان – تسنګ چی په ۶۳۰ م. کال دغه معبد لیدلی، لیکلي: د دغه مزدک بنسټ د دې هیواد یوه پاچا ایښی دی. وروسته بیا مبصرینو ولیکل چی دغه پاچا په اغلب احتمال کنیشکا و. له بلې خوا که د “هیوان تسنګ” او “په تسنګ” لیکنو ته ښه ځیر شو، نو ښکاری چی چینایی بل زیارت کوونکی “ناوا سنګهارامه” هم د دې زیارت په هکله لیکنه کړي او وایي چې دغه زیارت او دین (د ژغورنې کوچنۍ طریقه/طریقه ی صغرا) پورې اړه لري. دغه طریقت د بودایی مذهب او فلسفی یوه برخه وه، په دې توګه نوبهار د هندوکش شمال لوري ته د بودایی مذهب وی مرکز شو. دغه مرکزد یو شمیر نامتو بودایی پوهانو او علماوو په روزنی سره اوچت نوم ګټلی و. په دغه مزدک کې د بودا یوه ښکلی مجسمه او د هغه درې شخصی یادګارونه لکه: غاښ، جام او جارو هم دلته و چی هر یو یې په ډیرو ښکلو غمیو او ګاڼو پسولل شوي ول او هر کال به زرګونه بودایان ورتلل. “بارتولد ” د یوه راپور په حواله داسې لیکی: په دغه مزدک کې د بودایي دین څو تنه نامتو روحانیون خښ دي او د مزدک شمال لوري ته د هډوکو د ساتنې یو ځای و چې دوه سوه فټه لوړ و او جنوب لوري ته یې یو بل مزدک و. د بودایی مذهب دغه مزدک وروسته تر اسلام څخه هم تر یوې پیړۍ پورې ودان و او تر دې مهاله یې هم یوه لویه قبا او ګومبذه درلوده او عرب لیکوالو هغه د “استن”، “است” او “اسبت” په بڼو لیکلی وه او یاقوت بیا هغه د “استن” په بڼه لیکلی ده چې د سلو ګزو په اندازه لوړوالی یې درلود او څلورو خواوو ته یې ګرد رواقونه وو او شاوخوا یې ۳۶۰ حجری لرلې چې خادمان به پکې اوسیدل. مسعودی بیا لیکلی چې: د دغه معبد یا مزدک پرده دار برمک نومید (برمک د سانسکریت ژبی له پاراماکا څخه اخیستل شوی چې د مخکښ معنا لري) او دغه لقب ټولو هغو کسانو ته ورکول کېد چې د نوبهار معبد کې متولي او پرده لرونکی و او د برمکیانو کورنۍ هم همدغه خلک و. په اسلامی دوره کې زردشتي معبدونه او مرکزونه په خراسان کې له فعالیت څخه پاتې شول او یا هم د هغو پر ځای جوماتونه جوړ شول. په دې توګه نوبهار هم هغه معبد و چې د فضل برمکي پر مهال د جومات په بڼه واړول شو او وروسته بیا د “نُه ګنبد” جومات نوم ورکړل شو. یعقوب لیث صفاري هم په دې کار کې برخه واخیسته او د دې ودانیو پاتې شونې یې د سوغات په توګه د عباسی خلیفه دربار ته واستولې، خو بیا هم دغه مزدک او د هغه اړوند ودانۍ په بشپړ ډول د مغلو او چنګیز د یرغل پر مهال له منځه ولاړې او ټول بلخ په کنډواله بدل شو. اوس د بلخ له شپږو دروازو څخه یوه یې د نوبهار په نوم یادیږي. دغې دروازې ته ځینی خلک د “بابه قو” دروازه هم وایي. متاسفانه اوس د شبرغان په لاره کې د نوبهار له تاریخی ودانیو یواځې د خاورو کنډوالی پاتې دي.