Homeخبرونهد کابل د عامې روغتیا پخوانی رييس:ورور مې د ط په زندان...

د کابل د عامې روغتیا پخوانی رييس:ورور مې د ط په زندان کې وژل شوی

تاند:( چار شنبه، د دلوې نولسمه)‏ ‏‏د کابل د عامې روغتيا پخوانی رييس ډاکټر خوشال نبي زاده وايي، چې طالبانو یې په کابل کې د ناصر خالد په نوم ځوان ورور وژلی.

 نبي زاده وايي، درې ورځې د مخه د نامالومه دلایلو له امله طالبانو د هغه کشری ورور زنداني کړی و او نن یې ورته جسد وسپاره.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په وروستيو کې د طالبانو په لاس د ورته نيونو او وژنو خبرونه بيا زيات شوي، خو طالبان معمولا داسې ادعاوې تل ردوي او بې بنسټه ېې بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...