پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+په خوست کې یوې مور څلورګوني وزېږول

په خوست کې یوې مور څلورګوني وزېږول

تاند- په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي چې په خوست ولایت کې یوې مېرمنې په یو وار څلور ماشومان وزېږول.

د څلورګونو ماشومانو مور شمیمه نومېږي او د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د بې پولې ډاکترانو په روغتون کې بستر شوه.

په خوست کې د بې پولې ډاکترانو روغتون د دغه ولایت د مېرمنو لپاره لوی نعمت دی ځکه له کله چې دا روغتون جوړ شوی زرګونه ښځې د ولادت په مهال له جدي خطره ژغورل شوې دي.

ډاکتران وايي چې شمیمه او څلور واړه تازه زېږېدلي ماشومان یې صحتمن دي.

ډاکتران وايي، شمیمې فکر کاوه چې غبرګولي به زېږوي خو کله چې یې څلور ماشومان دنیا ته راغلل، په خپله هم حیرانه شوه.

تر دې وړاندې د تېر میلادي کال په نوومبر / قوس کې د پکتیکا ولایت په زیړوک ولسوالي کې یوې ښځې شپږ ماشومان زېږولي وو چې درې یې هلکان او درې نجونې وې. خو اورګون ولسوالي ته د ماشومانو د وړلو په مهال دوه ماشومان په لاره مړه شول.

په پکتیکا کې یوې مور ۶ ماشومان زېږولي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب