پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهپه پکتیکا کې یوې مور ۶ ماشومان زېږولي

په پکتیکا کې یوې مور ۶ ماشومان زېږولي

تاندـدوشنبه، د قوس ۷ مه) د پکتیکا ولایت د زېړوک ولسوالۍ کې یوې ښځې ۶ ماشومان زېږولي دي.

د پکتیکا د عامې روغتیا رييس ډاکتر حکمت الله عصمت ویلي چې په دغو شپږو ماشومانو کې درې هلکان او درې نجونې دي.

ده همداراز ویلي چې پرون (یکشنبه) له زوکړې وروسته ماشومان د اورګون ولسوالۍ روغتون ته د بیولو په مهال د هایپوترمیا (د بدن د حرارت د ټیټوالي) له کبله یو هلک او یوه نجلۍ مړه شوي او څلور نور اوس په روغتون کې د ډاکترانو تر څارنې لاندې دي.

د ماشومانو د مور روغتیايي وضعیت ښه بلل شوی دی.

د پکتیکا د والي الحاج مولوي عبدالله مختار له لوري د ماشومانو او د هغو د مور د نظارت لپاره پلاوي او د روغتیا رئیس ډاګټر حکمت الله عصمت ماشومان له نژدې وکتل او له بلې خوا د پکتیکا د والي له لوري له یادې کورنۍ سره ۲۰۰۰۰ زره افغانۍ نغده مرسته هم وشوه.

1 COMMENT

  1. شل زره افغانی مرسته ورسره شوی اوهی څومره ډیر او ستره مرسته. ستاسو ښځی غی پدی مرستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب