یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهکابل ښاروالۍ د قرآن کريم د حسن قرائت سيالي وکړه

کابل ښاروالۍ د قرآن کريم د حسن قرائت سيالي وکړه

تاند:(دوشنبه، د قوس اوومه) د کابل ښاروالۍ لپاره د طالبانو چارواکي وايي،چې د کلتوري چارو ریاست له لوري ېې، په لومړي ځل د کابل ښار د لسو مدرسو د حافظانو ترمنځ د قرانکریم تلاوت سیالۍ وشوه.

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو لپاره د طالبانو رئیس قاري ولي ګل جواد په دې اړه ویلي:« په سمه توګه د قرانکریم تلاوت کول الهي امر دی او موږ الحمدلله په خپل هېواد کې زرګونه تکړه او با استعداده حافظان لرو.

نوموړي د مدرسو حافظان د قرانکریم تلاوت ته وهڅول او زیاته یې کړه چې، زموږ اولادونو ته په کار ده څو قرانکریم په سمه توګه زده کړي.»

د کابل ښاروالۍ د اعلاميې له مخې ،په دې سیالۍ کې څه باندې( ۳۰۰) قرائت کوونکو او د تجوید استادانو ګډون کړی وو چې له دې ډلې دیارلسو غوره ګډونوالو ته نغدي ډالۍ وویشل شوې.

د طالبانو له واکمنيدو سره پر دوی يوه لويه نيوکه دا ده، چې حکومت یې یې یو مخ په یوې مذهبي ادارې بدل کړی او د ښاروالۍ کولتوري رياست نه هم، چې دنده یې د ښاري فرهنګ پياوړتيا ته کار کول دي، د حج او اوقافو او نورو مذهبي ادارو په شان ګټه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب