دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان تولید شوي بیسکوېټ په لومړي ځل قزاقستان ته صادر شول

د افغانستان تولید شوي بیسکوېټ په لومړي ځل قزاقستان ته صادر شول

تاند:(دوشنبه، د قوس اوومه) د کورنیو تولیداتو بېلابېل ډوله بیسکوېټو لومړۍ جوپه چې د الله شکور فابریکې تولید کړي د هرات د حیرتان بندر له لارې قزاقستان هېواد ته صادر شول.

د دغه شرکت مشر الله شکور قناعت بخش وویل، چې په مزارشريف کې د بېسکوټو د توليد له فابريکې څخه ۴ ټنه بیسکوټ قزاقستان ته صادر شول او هڅه کوي، چې نږدې راتلونکي کې نورو هېوادونو ته هم د دې محصولاتو د لېږلو پروسه پیل کړي.

د قناعت بخش په وينا، دغه صادرات په بهرنيو هېوادونو کې د کورنيو توليداتو د ودې او بازار موندنې په برخه کې ګټور تمامېداى شي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې رئیس احمد شکیب اکبري دغه صادرات یو مثبت او ارزښتناک ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې د کورنیو تولیداتو دغه صادرات به له کورنیو تولیداتو سره په بازار موندنه کې مرسته وکړي.

 د الله شکور شرکت د بېسکوټو د توليد فابريکه د مزارشريف ښار په صنعتي پارک کې موقعيت لري، چې اوسمهال یې په دوو برخو کې ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

1 COMMENT

  1. قزاقستان هېواد ته نه، قزاقستان ته. خو که غواړئ چې د وطن رسمي نوم ولیکئ بیا یې د قزاقستان جمهوریت یا د کزاکستان جمهوریت ولیکئ. قزاقزستان هیواد د پاړسي د کشور قزاقستان ترجمه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب