Homeخبرونهکرزی بهر ته د سفر پلان نه لري

کرزی بهر ته د سفر پلان نه لري

تاند(دوشنبه، د قوس ۷ مه) د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، له هیواده بهر ته د کوم سفر پلان نه لري.

د پخواني ولسمشر مطبوعاتي دفتر د رسنیو د هغو خبرونو په غبرګون کې چې د حامد کرزي د بهرنیو سفرونو بندیز پای ته رسیدلی او نوموړی په راروانه دسمبر میاشت کې جرمني ته ځي، ویلي چې ښاغلی کرزی بهر ته د تلو اراده نه لري.

مخکې رسنیو حامد کرزي ته د نژدې سرچینو پر اساس ویلي و چې د طالبانو حکومت پر حامد کرزي د سفر بندیز پای ته رسولی دی.

ځینو رسنیو حتي ویلي و چې حامد کرزی نارغ دی او د درملنې لپاره جرمني ته ځي.

د سولې د عالي شورا د پخواني ريیس عبدالله عبدالله په اړه هم رسنیو ویلي وو چې پر سفر یې بندیز لګول شوی خو عبدالله په ځلونو د خپلې کورنۍ د غړیو د لیدو لپاره هند ته تللی او بېرته کابل ته ستون شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...