سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهشدیدې یخنۍ لږترلږه ۱۶ افغانان او زرګونه څاروي وژلي

شدیدې یخنۍ لږترلږه ۱۶ افغانان او زرګونه څاروي وژلي

تاند(دوشنبه، د جدي ۲۶ مه) د واکمنو طالبانو له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د شدیدې واورې او بې ساري یخنۍ له کبله لږترلږه ۱۶ افغانان مړه شوي او زرګونه څاروي ضایع شوي دي.

د دغه وزارت پر اساس، د سختې سړې هوا له کبله په بادغیس، نیمروز، فاریاب او غزني ولایتونو کې ۱۶ تنه مړه شوي دي.

کېدای شي د مړینو شمېر تر دې ډیر وي خو له ډیرو لیرې پرتو سیمو سره تماسونه کم دي او د ډیرو افغانانو له حاله رسنۍ او چارواکي په وخت نه شي خبرېدای.

تر ټولو د ډیرو کسانو د مړینو راپور له بادغیس ولایت څخه ورکړل شوی دی. په دغه ولایت کې تر ۶ زره ډیر څاروي هم له یخنۍ مړه شوي دي.

په نورو ولایتونو کې هم سړې هوا سلګونه څاروي مړه کړي دي.

وروستۍ سړه هوا، چې په ځینو سیمو کې د سانتي ګراد په کچه تر منفي ۳۵ پورې ټیټه شوې، په وروستیو څو لسیزو کې په افغانستان کې بې ساري ده.

۱۴۰۱ لمریز کال د طبیعي پېښو له نظره د افغانستان لپاره استثنايي کال بلل کېدای شي. په همدې کال کې شدیدو زلزلو په پکتیکا او خوست ولایتونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ تنه مړه او زرګونه کورونه ویجاړ کړل. ورپسې سختو سیلونو سلګونه کسان مړه، زرګونه کورونه ویجاړ او لسګونه زره هکتاره کرنیزه مځکه او باغونه له منځه یووړل.

د هوا سړېدو ته په کتو، ویره ده چې د سړې هوا تلفات زیات شي ځکه چې لا هم ډیر شمېر افغانان په خیمو کې اوسي او هغوی چې سرپناه هم لري د تودولو وسایل او وس نه لري.

سړې هوا بادغيس او نيمروز کې ۳ انسانان او ۷ زره څاروي مړه کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب