Homeخبرونهسړې هوا بادغيس او نيمروز کې ۳ انسانان او ۷ زره څاروي...

سړې هوا بادغيس او نيمروز کې ۳ انسانان او ۷ زره څاروي مړه کړي

تاند:( دوشنبه، د جدي ۲۶)‏ ‏د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه د سړې هوا له امله د سلګونه تنو، حال اکثره ماشومان دي د ناروغۍ د خبرونو ترڅنګ د انساني او حیواني تلفاتو راپورونه ورکړل شوي.

د بادغیس د بالا مرغاب لپاره د طالبانو ولسوال‏مولوي خالد وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د سختې يخنۍ له امله یوه ښځه او دوه ماشومان مړه شوي دي.

د هغه په وينا، د دې ترڅنګ یوازې په بالا مرغاب کی تر ۴ نیم زره پورې څاروي هم د دغې سړې هوا له امله تلف شوي دي.

بلخوا: د ‎نیمروز د کرنې او مالدارۍ لپاره د طالبانو رئیس مولوي عبدالخالق حکیم الله ویلي، چې په دغه ولایت کې په تېره یوه اوونۍ کې ۲زره ۵۳۴ څاروي د یخنۍ او سختو بادونو له امله له منځه تللي دي.

له نورو ولايتونو څخه هم د انساني او حیواني تلفاتو، ناروغیو او مالي زيانونو راپورونه شته، خو لا دقیق شوي نه دي.

د طالبانو چارواکو په یو شمېر ولایتونو او په خاص ډول کندهار کې زیانمنو او بېوزلو خلکو سره د روغتيايي او نورو مرستو خبر ورکړی او په ځینو لویو لارو کې د واورو ايسار کړو کسانو د ژغورنې یې ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...