Homeخبرونهملا هبت الله خپل دوه وزیران تغیر او تبدیل کړل

ملا هبت الله خپل دوه وزیران تغیر او تبدیل کړل

تاند:( دوشنبه، د جدي ۲۶)‏ د طالبانو اميرالمؤمنين ملا هبت الله نن خپل دوه وزیران تغیر او تبدیل کړل.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په دې بدلون کې ملا عبدالمنان عمري د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

نوموړی تر دې مخکې د ټولګټو وزارت سرپرست و.

دغه راز، ملا محمد عیسی ثاني د ټولګټو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

نوموړی تر دې مخکې د اوبو او بریښنا وزارت معین و.

طالبان معمولا د خپلو چارواکو ژوند لیکونه او کاري تجربې نه خپروي.

د ملا عبدالمنان عمري په اړه ويل شوي، چې د طالبانو د تحریک د موسس ملا محمد عمر مجاهد ورور او د دوی د حاکمې ادارې د دفاع د وزير ملا یعقوب مجاهد تره دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....