Homeخبرونهجاپان هلمند ولايت سره ۱،۳ ميليونه ډالره مرسته وکړه

جاپان هلمند ولايت سره ۱،۳ ميليونه ډالره مرسته وکړه

تاند:( دوشنبه، د جدي ۲۶)‏ جاپان وايي، چې د افغانستان د روغتيايي خدمتونو د پياوړتيا لپاره ېې ۱،۳ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.

د جاپان د حکومت په يوه اعلاميه کې راغلي، چې دا مرسته د ښځو او نجونو، په ځانګړي ډول د ولادت لرونکو مېرمنو د روغتيايي خدمتونو لپاره شوې ده.

 ويل شوي، چې ياده مرسته د هلمند ولايت لپاره شوې، څو د ۲۹ روغتیايي مرکزونو خدمتونه ورسره فعاله او پياوړي وي.

د راپور له مخې، د جاپان دا مرسته د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق له لارې لګول کېږي.

جاپان د افغانستان له همېشنیو مرستندویه هېوادونو څخه دی، چې تر ډېره یې مرستې بشري بڼه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...