جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهکرونا په پنځو اوونیو کې ۶۰ زره چینایان مړه کړي

کرونا په پنځو اوونیو کې ۶۰ زره چینایان مړه کړي

تاند(سې شنبه، د جدي ۲۸ مه) د تېر میلادي کال په وروستیو کې د کرونا ویروس د نویو بڼو له خپرېدو راوروسته په لومړي ځل چین تایید کړه چې په وروستیو ۵ اوونیو کې په دغه هیواد کې ۶۰ زره تنه مړه شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د روغتیا ملي کمېټې د طبي څانګې ريیس ژیایو یاهويي د شنبې په ورځ وویل چې د دسمبر له ۱۸ مې د جنورۍ تر ۱۲ پورې په چین کې په کرونا وایروس ۵۹ زره ۹۳۸ تنه مړه شوي دي.

په چین کې وروسته له دې کرونا زیاته شوه چې دغه هیواد ناببره د کووید ۱۹ صفر په نوم پالیسي اعلان کړه.

خو ویل کېږي چې چین تر دې پخوا هم هڅه کوله چې د کووید نولس پېښې پټې وساتي. چینايي چارواکو یوازې د تنفسي ستونزو له کبله مړینې د کرونا قربانیان ښودل.

په یادو ۵ اوونیو کې، چې د چین د طبي څانګې د رييس ښاغلي یاهويي په وینا شپېته زره کسان پکې مړه شوي، چین په رسمي ډول یوازې د ۳۷ تنو مړینې ثبت کړي دي.

یاهويي همداراز تایید کړه چې د دسمبر په ۲۳ مه تر ۲ میلیونه او ۸۶۰ زره ډېرو او د جنورۍ په ۵ مه یو میلیون او ۶۳۰ زره تنو، چې د کرونا تبه یې لرله، روغتونونو ته مراجعه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او یوه میاشت پخوا پر چین فشار راووړ چې د کرونا په اړه شفاف او کره معلومات وړاندې کړي او ویې ویل، کوم ټیټ شمېر چې د چین حکومت د کرونا په ویروس د اخته کسانو اعلانوي، له حقیقي شمېرو سره، سر نه خوري.

په پیکینګ پوهنتون کې د هغو څېړنو له مخې، چې پایلې یې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ خپرې شوې، اټکل شوی چې د چین په یوملیارد او ۴۰۰ میلیونه نفوس کې نژدې ۹۰۰ میلیونه د کرونا په نویو بڼو اخته شوي دي.

داسې اندېښنې شته چې په راتلونکو څو اوونیو کې به د چین د نوي کال له پیلېدو سره په ځانګړي ډول د دغه هیواد په کلیوالیو سیمو کې د کرونا پېښې لا ډيرې شي.  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب