پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهشېخ نديم: د پوهنتون استادانو د وړتياوو او معاشونو د لوړولو ځانګړي...

شېخ نديم: د پوهنتون استادانو د وړتياوو او معاشونو د لوړولو ځانګړي پلانونه لرم

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۷)‏ د طالبانو د ادارې د لوړو زده کړو وزير‏شیخ‌مولوي ندامحمد ندیم ویلي، چې د پوهنتونونو د استادانو د وړتیاوو او ټولو امتيازاتو امتیازونو د لوړولو ځانګړي پلانونه لري.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي دفتر د نوموړي په حواله ویلي، چې شېخ نديم دا څرګندونې د کندهار طالب والي حاجي يوسف وفا سره په لیدنه کې کړي دي.

سرچینې په دې اړه د شېخ ندیم د ځانګړو پلانونو جزییات نه دي روښانه کړي.

د طالبانو د دغې خبرپاڼې له مخې، د دوی د لوړو زده کړو وزير له طالب والي سره هم د هېواد د لوړو زده کړو د بهير په اړه مشورې کړي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې طالب والي د شیخ نديم کاري فعاليتونه ستايلي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير د دوی د اميرالمومنين ملا هبت الله اخندزاده د نيږدې ډلې کس ګنل کيږي او تورن دی، چې د نجونو د زده کړو تر څنګ په ډیرو حاکمو افراطي پريکړو کې مهمه ونډه لري.

4 COMMENTS

  1. پلانونه سه دی؟ د کوم متخصص لخوا طرحه شوی؟ د تطبیق نتیجه به یی سه وی؟ که طرحه او پلان اومشوره د وفا صاحب چی د کندهار والی دی وی نو دا به سنگه مشوره او طرحه وی؟ وفا صاحب ته په احترام لیکن خبره د ملت ده، دی خو اکادمیک معاصر علمی سته نه دی نو دی به سه مشوره ورکری؟
    پلان متخصص غواری یوازی په تقوا نکیژی! پلان علمیت او کافی تجربه غواری یوازی په امر او فرمان نه کیژی! کوشش وکری معینیتونه ، ریاستونه او مدیریتونه متخصص تقواداره انسانانو ته وسپاری تول کارونه په ملا صاحب شیخ صاحب قاری صاحب نه کیژی. تقوا به لری، کیدایسی دینی زده کری ولری خو عصری علومو متخصص به نه وی.

  2. ته په خپله اول سواد زده کړه بیا تخصص په باره کښی طرحی او پلانونه جوړ کړه بیا ملا شاه اړولی دې ای اس ای نوی پلان در کړې چی عملی یی کړې ستا پلانونه ټول دې اسلام ضد او انسانیت ضد پلانونه دې

  3. دا دلګان او دله خوشې غول خوري ! ددې جاهل متعصب خره یې له طبیعت سره څه ؟ دوی خو د الله مذدوران دي او د عربو بالکیان !!

  4. هغه څوک چې ظاهرې څېره یې یهودیانو ته ورته وي ، له اسلامي احکامو بې خبره او یا د خوارجو په شان له دین نه یواځې هغه برخه چې اختلافي وي را اخلي او پرهغو تاکید کوي .
    هغه څوک چې خپل هېواد ورته مهم نه وي .
    هغه څوک چې ملي ګټې ونه پېژني .
    هغه څوک چې افغانیت ورته اهمیت ونه لري ،
    هغه څوک چې ښځه د خور ، مور ، لور ، مېرمن او بالاخره د انسان په صفت نه پېژني ،
    نو له هغه د تعلیم ، ترقي ، استادانو ته د امتیازاتو ، د ګران افغانستان د اولادونو ، زده کوونکو ، محصلینو او استادانو به څه خیر انتظار وکړل شي .
    د الله ، رسول ، ملائکو او ټولو انسانانو لعنت دې پر داسې بې علمه شخص وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب