شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار: د اوسني رژيم پر وړاندې...

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار: د اوسني رژيم پر وړاندې د افغان مقاومت ملاتړ بايد وکړو

تاند (جمعه، د جدي ۱۶ مه) د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن د طالبانو حاکمې ادارې پر ضد د د وسله وال مقاومت د مشروط ملاتړ غوښتنه کړې ده.

بولټن وايي دا ملاتړ ممکن په پټه توګه وشي، خو د طالبانو مخالفې ډلې باید لومړی امريکا ته خپل لومړیتوبونه روښانه کړي.

دغه مخکیني امریکايي مقام په داسې حال کې دا خبرې کړي، چې د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو شارژدافیرې کرن دیکر په افغانستان کې د خبرو او سیاسي مذاکراتو له لارې د اختلافاتو په حل ټینګار کړی او ویلي د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي.

د طالبانو مخالفین دوی تورنوي، چې د سولې او ټول شموله حکومت او خلکو ته د اساسي حقونو د ورکولو لپاره ېې مذاکراتو ته غاړه نه ږدي.

د دوی په باور، د طالبانو له لوري د واک انحصار، د خپلو مخالفانو ځپل او سولې خبرو ته نه کېناستل پر خلکو د جګړې د تپلو زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو اداره د دوی خلاف د جنګي ډلو موجوديت ردوي، خو وخت په وخت د خپلو مخالفو وسله والو د نیولو او وژلو خبرونه ورکوي.

4 COMMENTS

  1. هیڅوک هم د طالبانو ملاتړي ندي ځکه ددوی غیر انساني او غیر اسلامي اعمال د غندلو او نفرت وړ دي، مګر بلخوا هماغه پخواني مفسدین، غله، جاسوسان او پردیپال حمایه کول او بیا راوستل د طالب نه هم ډیر بد دي او افغان اولس به یې هیڅکله ملاتړ ونکړي. لومړی خو باید اولس خپله پریکړه وکړي او لاس سره یو کړي تر څول دایمي سوله او د ټولو افغانانو په خوښه حکومت راشي چې په هغې کې د نر او ښځې او هر قوم حق خوندي وي، او پردیو ته یواځې د حمایت حق ورکړي نه د نظام بدلولو. امریکا او د امریکا په څیر هیوادونه هم باید پدې پوه شي چې دا شل کاله مصرف او جنګ یې ولې بې فایدې ؤ او ماتې یې وخوړه ځکه چې افغان ملت ورسره نه ؤ او یواځې اقلیتونه یې پلاس کې نیولي ؤ چې نتیجه یې ددوی ناکامي شوه. د افغانانو په کلتور کې دادي چې مړز بګیل شي او جنګ کې ماتې وخوري سر ترې غوڅوي نو امریکا او متحدان یې باید نور په بګیل او مات شوو خلکو نور اعتماد ونکړي.

  2. جان بولټن ته په امریکا کی خپل امریکایی سیاسیون د ‌ډوزمار خطاب کوی.

    دغه ډوز مار چه کله وظیفه درلوده یو څه یی ویل او اوس چه په کور ناست دی د حپل کور څخه بل څه وای.

    دغه سړی اوس ډیر زوړ شویدی او د زایمر په نوم ‌‌ذهنی مریضی هم لری. ده ته په امریکا کی اوس څوک وخت نه ورکوی.

  3. اسی به د جان بولټن عکس نه وی لیدلی؟
    شهزاده هری د هغی ښځی لمسی دی کومه چی د خپل مخ د پوست د تازه ساتلو پخاطر ئې په میاشت کی یو ځل د نابالغ ماشومانو وینی چیښلی او دا وینی د کاناډا د بومی اوسیدونکو له رګونو څخه لوَشَل کیدی.
    جان بولټن یو شپه ډیسکوټیک ته تللی ؤ هلته ئی ډیر چیښلی او ډیر نڅیدلی ؤ، کله چی له هغه ځای څخه را ووت نشه ؤ او د کور لیاره تری ورکه سوه، تیاره وه او سیده ولاړی د یو مستو والا د دوکان د مستو د تاغار سره ټکر سو او سر او مخ ئې د مستو په تاغار کی بند سو، امبولاس او د اطفائیی موټر راغی تر څو ئې د مستو را کیښ د سر او بریتو وریښتانو ئی سپین رنګ په هډ اخیستی ؤ او ماغزو ئی هم صدمه ولیده تر هغه وروسته ماندینی کور ته هم نه پریښود او تر نن پوری مُفلس ګرځی او اپلاتی وائی البته د کار څخه ئی هم وشاړه ځکه یوه ورځ ئی د نورو مشاورینو په مخ ترامپ ته ګوتی ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب