جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهسراج الدين حقاني: وحدت، اطاعت او صداقت لرو

سراج الدين حقاني: وحدت، اطاعت او صداقت لرو

تاند:( شنبه، د جدي ۱۷) د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ‎مصر، ‎سوډان او فلسطین له یو شمېر دیني عالمانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د دوی د تحريک د بریالیتوب لاملونه وحدت، اطاعت او صداقت وو.

حقاني له دغو ديني عالمانو وغوښتل چې د افغانستان غږ خپلو هېوادونو او نړۍ ته په رښتينې معنی ورسوي.

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په وروستيو کې د طالبانو له امیرالمؤمنین سره د نوموړي او د طالبانو د دفاع د وزير ملا یعقوب د اختلافاتو خبرونه ورکړل شوي.

په دې اړه خپرو شويو راپورونو کې ادعا شوې، چې د طالبانو دغه وزيران له خپل عمومي مشر سره د نجونو او ښځو په اړه پر لګول شویو افراطي بندیزونو سخت اختلاف لري.

د حقاني څرګندونې ځينو سرچينو د يادو راپورونو د ردولو په مانا تعبير کړي دي.

1 COMMENT

  1. عجيبه صداقت،
    د پاسپورټونو اړوند چارواکی حقاني په شرب څښلو او د نجونو په نڅا لاس په لاس ونيولو شو، خو تر ننه يې نه چا محکمه وليده او نه يې سزا، نو دا عجيبه انصاف (عدالت) او شريعت دی چې تاسې ته دې هر څه معاف او نورو ته دې سزا وي.
    ايا صداقت همدېته وايی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب