شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د ناسا ستوربیړۍ په مریخ کې د باد غږ ثبت کړ

د ناسا ستوربیړۍ په مریخ کې د باد غږ ثبت کړ

تاند- مریخ ته د ناسا له لوري لېږل شوې ستوربیړۍ د هغو بادونو او دوړو غږ ثبت کړی چې په دې سیاره کې له ستوربیړۍ سره لګېږي.

دا غږ په مریخ کې د دوړو او بادونو پر څرنګوالي د پوهېدو لپاره ډیر کلیدي معلومات ګڼل کېږي.

دا غږونه د ۲۰۲۱ د سپټمبر په ۲۷ مه په هغه مایکروفون ثبت شوي چې په ستوربیړۍ کې نصب دی.

نورو الو هم په مریخ کې د دوړو او باد غږونه ثبت کړي  لکه (NavCam) کامرې.

پر دې سربېره څېړونکي توانیدلي د مایکروفون په وسیله له ثبت شوي غږ څخه د باد سرعت معلوم کړي. دوی د غږ د شدت پر اساس د باد د سرعت څرک لګولی دی.

د ناسا ستوربیړۍ تراوسه پورې د توپان او باد ۹۰ غږونه ثبت کړي خو دا لومړی ځل دی چې په سم وخت یې مایکروفون کار کړی او لا واضح غږونه یې ثبت کړي دي.

ناسا په دې ستوربیړۍ کې په لومړي وار مریخ ته یوه کوچنۍ هیلي کوپتر هم استولې چې انټلیجنس نومېږي.

په وروستیو ورخو کې دې هیلي کوپتر په مریخ کې د لوړ الوت ریکارد ثبت کړ.

په تېرو ۳۴ الوتنو کې انټلیجنس یا نبوغ څرخکې تر ۱۲ متره لوړ الوت نه و کړی. خو د روان دسمبر په درېیمه یې ۱۴ متره لوړ الوت وکړ.

دا څرخکه د ۲۰۲۱ د فبرورۍ په اتلسمه د ناسا د انسایټ (Insight) ستوربیړۍ په وسیله د مریخ په (Jezero Crater) نومې سیمه کې کښته کړای شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب