جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپاکستان او ط-انو پر افغان خاورې د پنجاب هوايي بريدونه رد کړل

پاکستان او ط-انو پر افغان خاورې د پنجاب هوايي بريدونه رد کړل

تاند:( شنبه، د جدي ۱۷) د پاکستان د بهرنيو چارو او د طالبانو د ادارې دفاع وزارت د افغانستان پر خاورې د پاکستان د هوايي بريدونو راپورونه رد کړي.

دغو وزارتونو په جلا جلا اعلامیو کې په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه ګڼلي دي.

له تېرې ورځې راهيسې د ځينو رسنيو له لوري د ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ د پاکستان د هوايي بريدونو خبرونه ورکړل شوي.

ځايي او خپلواکو سرچينو سره په دې اړه په خبرو نه يو توانېدلي.

پاکستان څو ورځې وړاندې خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحريک د غړو د ادعا شوي حضور خلاف به عملیات وکړي.

د طالبانو حاکمې ادارې ياده ادعا رد کړې او دفاع وزارت يې ويلي، چې افغانستان بې څښتنه نه دی، چې څوک بريد ورباندې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...