شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهملا برادر د ناکامورا له عملي کړو پروژو ليدنه وکړه

ملا برادر د ناکامورا له عملي کړو پروژو ليدنه وکړه

تاند:( شنبه، د جدي ۱۷) د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې له يو شمېر پروژو ليدنه کړې.

د طالبانو د اعلاميې له مخې نوموړي د یو شمېر طالب چارواکو په ملتیا پر کونړ سیند د ناکامورا له لوري له یو شمېر جوړ شويو کانالونو او نورو پروژو لیدنه وکړه.

سرچينه زياتوي، چې ملا برادر له کنړ سیند څخه د لیدنې تر څنګ د ناکامورا په هڅو جوړ شوي کانالونه حیاتي وبلل.

د ملا برادر دفتر بیا خبر ورکړی، چې ملا برادر دغه سفر کونړ ولايت ته کړی.

د طالبانو ځينو منتقدانو بيا لیکلي، چې طالبانو ته لا د افغانستان جغرافيه سمه نه ده معلومه او په دې نه پوهيږي چې ناکامورا چېرته رغنیزې پروژې عملي کړي.

ځينو منتقدانو ليکلي، چې طالب چارواکي د داسې پروژو له بيا – بيا ليدو څه غواړي.

طالبانو دغو منتقدانو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. دا عجیبه خبره ده هم دې ای اس ای په امر مړ کړو او اوس پروژی تعقیبو شاید دا هم دې ای اس ای یو پلان وې چې څنګه دا پروژه بنیادې له بین نه یوسې دا ټول خرڅ سوې غلامان او ادې انسانیت دشمنان دې

  2. هم مې ووژني پخپله هم په ما باندې ژړا کا
    څه ښه یار دی ښه یې مینه، وژل هسې شیون هسې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب