جمعه, مارچ 29, 2024
Home+که ستړي یاست، دا ۷ کارونه مه کوئ

که ستړي یاست، دا ۷ کارونه مه کوئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

  معمولاً د ستړیا پرمهال څه کوئ؟ له یوې بوختې ورځې څخه د زېږېدلې ستړیا پرمهال کوم کارونه ترسره کوئ؟ آرام کوئ یا هغه کارونه ترسره کوئ، چې ستړیا مو لاپسې زیاته شي؟

  د دې لپاره چې په ښو شرایطو کې وتوانېږو، خپل کارونه ترسره کړو، خپله ورځ په زیاتې انرژۍ سره تېره کړو، خو ډېری وخت د ورځې په پای کې په کافي اندازه نه ویده کېږو، سبا ناری کم خورو، ځکه ځنډ شوی او له غرمې وروسته د ستړیا احساس کوو او دا هرڅه له کارونو څخه زموږ په ګټه اخیستنې باندې اغېزه کوي .

  غواړو چې ډېر کارونه ترسره کړو، خو کله وخت حتی دومره انرژي هم نه لرو، چې له ورځنۍ دندې څخه وروسته په پښو ودرېږو او کله چې زموږ انرژي راټیټېږي، د حیرانتیا وړ نه ده، ځکه چې غوره ټاکنه مو نه درلوده، بېځایه خبرې اترې مو لرلې .

دا اووه کارونه دي، چې نباید د ستړیا پرمهال ترسره شي:

۱ ـــ مهم تصمیمونه :

  د مهمو تصمیمونو د نیولو له پاره باید خلاص ذهن ولرو او د یادو تصمیمونو د نیولو له پاره باید په کافي اندازه مو آرام کړی وي. موږ هغه مهال ستړي او بې حوصلې یو، غوره ګڼو، چې په نورو کارونو پسې لاړو شو، احساس کوو، چې وخت له پخوا څخه ډېر ګړندی پرمخ ځي. دا حالت له تصمیم نیونې څخه د ستړیا په نامه نه یادوي، بلکې دې ته ستړې تصمیم نیونه وایي. کله چې ستړي یو، نو د دفاع توان نه لرو، ذهني ځواک مو کم دی او دغه راز د مهمو مسایلو د جزیاتو د تشخیص له پاره په څرګند ډول زموږ وړتیا کمه ده.

۲ ـــ کاري ناسته:  

  کله چې په یوه کاري ناسته کې ګډون کوو، مهمه ده، چې تر ټولو غوره فعالیت ولرو. کاري ناستې کولای شي، نه وړاند ویونکې واوسي او مهمه ده، چې چټک او منطقي فکر وکړو، ترڅو خپلې ګتې وساتو، باید چمتو واوسو، چې پرېکنده او نه وړاند ویونکی تصمیم ونیسو او کله چې کمه انرژي لرو، نو د ترسره کېدو توان یې نه لرو .

۳ ـــ موټر چلونه:

  کله چې د موټر چلونې خبره را منځته کېږي، یوازې څکاک وېرونکی عادت نه دی . د امریکا د کورني لېږد را لېږد د امنیت شورا د راپور پربنسټ هر کال ۱۰۰۰۰۰ پېښې د خوبولي توب له امله رامنځته کېږي او د ۱۵۰۰ کسانو د مړینې سبب ګرځي . یو موټر چې په ساعت کې ۹۶ کیلومتره چټکتیا لري، په یوه ثانیه کې ۲۸ متره واټن وهي، دا په دې مانا ده، چې د موټر د اشترنګ شاته ۴ ثانیې خوب کول، موټر د فوټبال میدان د اوږدوالي په کچه لاره طی کوي.

۴ ـــ خوراک:

   هغه څه چې په آسانۍ ترلاسه شي، بېرته په آسانۍ له لاسه ځي . څکونکي خواږه څیزونه، کافئین او نور بې کیفیته خوړنیز توکي فوراً موږ ته انرژي راکوي، خو دا انرژي بې پایښته ده . له بده مرغه دا د خوړنیزو توکو هغه ډولونه دي، چې د ستړیا پرمهال او د انرژۍ چټک ډېرښت د اړتیا په وخت کې د هغوی په لوري ورځو، د خوږو دا ډول ځواکمن جریان حجرو ته رسوو او دا موږ ته یو ښه احساس را په برخه کوي، سره له دې، چې د لنډ مهال له پاره انرژي واخلو، خو دا انرژي هېڅ ډول ملاتړ نه لري، چې هغې ته دوام ورکړي، مازې دا چې هغه خواږه مصرف شي، د هغې له پاره هېڅ ځای ناستی شتون نه لري، د همدې کمزورتیا له امله ترې ډډه نه شي کېدای او تر ډېره د پخوا په پرتله بد احساس پیدا کوو .

  یوازې خواږه خوړنیز توکي دا ډول نه دي، بلکې الکولي څکاکونه او ځینې نور خوړنیز توکي هم کولای شي، موږ ته لنډ مهاله انرژي برابره کړي او دقیقاً هغه مهال، چې انرژۍ ته ډېره اړتیا لرو، موږ له کمزورتیا سره مخامخ کوي . دا به هوښیارانه وي، چې د ستړیا پرمهال د غاز لرونکو انرژیو له مصرف څخه ډډه وکړو؛ مهمه ده، چې د خپل بدن مغذي توکي په اوبو او د بشپړو خوړنیزو توکو په مرسته برابر کړو .

۵ ـــ مهمې خبرې اترې:

  کله چې کمه انرژي لرو، نو د دې ډېر احتمال شته، چې زموږ مهمې او ارزښتمنې خبرې اترې ښه پایله ونه لري، څه په کور کې او څه په کار ځای کې، باید تر هغه وخته وځنډول شي، چې له ذهني پلوه ښه چمتوالی ولرو . د ستړیا پرمهال به ډېره ستونزمنه وي، چې پرځای او موخه لرونکو خبرو اترو کې ګډون وکړو . که چېرې په هرو خبرو اترو کې له واقعیتونو څخه په ګټه اخیستنې د استدلال د ملاتړ له پاره، بشپړ چمتووالی ونه لرو، نباید د دې تمه ولرو، چې ښه پایله به ترلاسه کوو .

۶ ـــ له رواني فشار څخه ډکه اوضاع:

  تر ډېره، د ورځې په اوږدو کې بېلابېل وضعیتونه تجربه کوو او که له ځینو سره یې په ښه توګه هوکړه ونه کړو، ښایي د رواني فشار کچه مو لوړه کړي . کله چې بشپړه انرژي او کافي زغم ونه لرو کېدای شي د دې اوضاع منل موږ له سمې لارې څخه وباسي . ښایي په پای کې داسې څه ووایو، چې پښېماني را منځته کړي یا ښایي په خپل ژوند کې داسې څه یا کار ومنو، چې زموږ له مهال وېش یا د پرواګرام له طرحې سره همغږي ونه لري.

۷ ـــ وسوسو ته تسلمېدل:

  کېدای شي، حتا په ښو شرایطو کې هم د وسوسو په وړاندې مقاومت سخت کار وي؛ خو کله چې انرژي کمه لرو، نو د وسوسو منلو ته ډېر زیات چمتو یو . د ستړیا پرمهال مو اراده ډېره کمزورې ده، لکه څنګه چې د تصمیم نیولو ځواک مو کم دی. کله چې ستړي یو، د دې ډېر احتمال لیدل کېږي، چې له کار څخه اوږې تشې کړو، ژر تېرېدونکو هوسونو ته تسلیم شو او د کمزورو خوړنیزو په ټاکنه لاس پورې کړو . وسوسو ته مه تسلیمېږئ او تر هغه وخته، چې انرژي مو بیرته تر لاسه کوئ، استوار پاتې شئ.

  د پایښت لرونکې انرژۍ د برابرولو له پاره، تر ټولو غوره لار د شپې له خوا با کیفیته خوب دی، حتا که چېرې کولای شئ، کله وخت لنډ چرت ووهئ. د انرژۍ د کچې د ساتلو له پاره، ښه خوړنیز رژیم، ډېرې اوبه او څو دقیقې د لمر وړانګو ته درېدل د انرژۍ په ساتلو کې ډېره زیات اغېز لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب