دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+منګباشیان

منګباشیان

ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې برخه برخه خپریږي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي، منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده.


د چنګېزخان د فتوحاتو یو راز په دې کې و چې د پخوانیو نامنظمو لښکرو په ځای یې خپل پوځ په منظمو قطعاتو وېشلی و او هر غونډ او کنډک ته یې د اوس په شان منصبدار ټاکلي وو چې اداره او قومانده یې اسانوله. دغسې لښکر به ان د ماتې په وخت کې هم په اسانه راغونډېدای شوی.نپوهېږم دوی په هغه وخت کې دغه لوی او واړه منصبداران په څه نامه یادول خو د تیمور په دوران کې او له هغه راورسته اوزبکي نومونه ورته ټاکل شوي دي. د سلو جنګیالیو مشر ته به یې (یوز باشي) یعنې د سلو مشر او د زرو تنو مشر ته به یې ( مینګ باشي) ویل. په ترکي ژبو کې یوز سلو ته او مینګ زرو ته ویل کېږي. په شمالي ولایتونو کې تر ډېرو کلونو پورې دغه القاب موجود وو. په نور پاته افغانستان کې بیا خان سواران ول.

تر څلوېښت، پنځوس کلونو پخوا پورې لا د منظم پوځ په خوا کې اعزازي صاحب منصبان هم وو چې معاشونه ورکول کېدل او په رسمي ورځو کې به یې له اعزازي رتبې سره سم عسکري یونیفورم اغوست.

په قطغن کې دا وروستي منګباشیان هم د اعزازي ډګروالانو غوندې وو چې د ضرورت په وخت کې به یې د دولت په مرسته زر تنه پلي یا سپاره  تیارولای شوی. په مقابل کې به دولت دوی ته معاشونه او نور امتیازات ورکول.

ښایي په قطعن او بدخشان کې به نور هم ډېر یوزباشیان او منګباشیان لا ژوندی وو خو زما بس دا څو تنه په زړه دي. د بغلان به ګاړیو کې شېر منګباشي، د امام صاحب په باسوسو کې نېک محمد منګباشي چې زوی یې عبدالرحمن نیکزاد نومېده او وروسته بیا په شورا کې د امام صاحب وکیل و، د کندز په عمر خېلو کې عزیز خان منګباشي او د چاردرې د عربو د کلي چاري منګباشي.

دوی زموږ په وختو کې تش په نوم منګباشیان وو، ځکه نه یې معاشونه لرل او نه څه نور امتیازات، اما ډېر املاک او ښې هستۍ یې لرلې. په دوی کې یو چاري منګباشي ډېر جایداد نه درلود. له همدې کبله په ولس کې د دوهمې درجې په مشرانو کې شمېرل کېده.

یوزباشیان خلکو هېر کړي وو، کوم یوزباشي مې نه پېژاند.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب