جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د پوځ مشر په اقتصادي مرستو پسې سعودي او اماراتو...

د پاکستان د پوځ مشر په اقتصادي مرستو پسې سعودي او اماراتو ته تللی

تاند:( شنبه، د جدي ۱۷) د پاکستان د پوځ مشر جنرال سيد عاصم منير د دغه هېواد له شديد اقتصادي ناورين سره هم مهاله د مرستو د جذبولو په موخه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته روان شوی.

د نوموړي سفر له څو ورځو راهيسې پيل شوی، چې لا هم دوام لري.

پاکستان له سعوي او متحده عربي اماراتو سره پوځي همکارۍ هم لري او له ډېرو کلونو راهيسې يې نېږدې ملګری دی.

دغو هېوادونو همېش پاکستان سره ډېرې مرستې کړي او اوس هم پاکستانيان تمه لري، چې د اقتصادي ناورين د مهارولو لپاره يوه اندازه مرسته ورسره وکړي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف څه موده مخکې ويلي وو، چې د ډېرو هېوادونو مشران يې له دې امله ټليفون نه ځوابوي، چې فکر کوي دوی به د مرستې غوښتنه ورڅخه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب