پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهسرې مياشتې د نیږدې ۵ سوه په زړه سوري ماشومانو درملنه کابل...

سرې مياشتې د نیږدې ۵ سوه په زړه سوري ماشومانو درملنه کابل کې کړې

تاند:( شنبه، د جدي ۱۷) د افغاني سرې مياشتې ټولنې چارواکو خبر ورکړی، چې له تېرو ۴ مياشتو راهيسې ېې د شاوخوا ۵ سوه په زړونو سوري ماشومانو د زړونو عمليات او درملنه په کابل کې کړې ده.

د دغې ټولنې وياند عرفان الله شرف زوی وايي، چې د کابل په خصوصي روغتونونو کې د يادو ناروغانو د درملنې تر څنګ ېې يو شمېر نور ناروغان پاکستان ته هم د درملنې لپاره لېږلي دي.

په کابل کې د یوه خصوصي روغتون ډاکټر منوچهر تيموريان ویلي، چې هره ورځ د شاوخوا پینځو ماشومانو د زړونو عمليات کوي.

مخکې افغاني سرې مياشتې په زړونو سوري ماشومان جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره لېږل، خو د طالبانو له بيا واکمنيدو سره دغه لړۍ دریدلې ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب