Homeخبرونهپه ۱۵ ولایتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوينه شوې

په ۱۵ ولایتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوينه شوې

تاند:( شنبه، د جدي ۱۷) د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۱۵ ولایتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوينه کړې ده.

د یادې ادارې د وړاندوينې له مخې، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوگر، میدان وردګ ، غزني، بامیان، غور، دایکندي، ارزگان، زابل، کندهار، هلمند، فراه او بدخشان هغه ولایتونه دي، چې سختې واورې او بارانونه پکې اټکل شوي.

سرچینه د واورو اټکل شوی ورښت تر ۳۵ سانتي مترو او د بارانونو تر ۲۵ ملي مترو پورې ښودلی.

له دې سره، هم مهاله خلک د ورښتونو له امله د ځينو لويو لارو د بندیدو او د بشري مرستو په ور رسیدو کې د ځنډ له امله اندیښمن دي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورين شدید شوی او دا ډېره موده یوه لویه برخه افغانان د نړیوالو په بشري خپلې ورځينۍ اړتیاوې تامینوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...