پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهانس حقاني: شهزاده هري« باوجدانه قاتل» دی، محاکمه ېې غواړو

انس حقاني: شهزاده هري« باوجدانه قاتل» دی، محاکمه ېې غواړو

تاند (جمعه، د جدي ۱۶ مه) د طالبانو د سیاسي دفتر یوه مهم غړي او د کورنيو چارو وزارت سلاکار انس حقاني د بریتانوي شهزاده هري د محاکمې غوښتنه کړې ده.

شهزاده هري د خپلو خاطرو په تازه خپور شوي کتاب کې لیکلي، چې د افغانستان د جګړې او د خپل پوځي ماموریت پر مهال یې ۲۵ افغانان له الوتکې څخه د شطرنج دانو غوندې یو ځای په نښه او وژلي وو.

انس حقاني په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې دغه وژل شوي کسان د شطرنج دانې نه وې، انسانان وو او کورنيو ېې د ستنیدو هیله لرله.

انس حقاني د بشري حقونو پر نړیوالو بنسټونو نیوکه کړې، چې ګواکې د هري او نورو په داسې کړنو سترګې پټوي او هیله یې ښودلې، چې نوموړی په نړیواله محکمه کې محاکمه شي.

په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو هم یو شمېر افغانانو د شهزاده هري د دغه اعتراف په اړه توند غبرګونونه ښودلي او د هغه د محاکمې غوښتنه ېې کړې ده.

ځینو نورو بیا نوموړی ستایلی او د افغانانو تر کورنیو قاتلانو ېې غوره ګڼلی.

افغان فعال ارشاد رغاند لیکلي:« شهزاده هري که په هر انساني يا استخباراتي دلیل د يو شمېر افغانانو په وژلو اعتراف کړی وي، زموږ د څو لسيزو او تر اوسه پر حاکمو قاتلانو زرګونه ځله شرف لري. دوی د اسلام او د وطن د خدمت او ازادۍ په نوم ووژل، په دې وحشت افتخار هم کوي، امتياز هم غواړي او د اجر و ثواب تمه هم لري.»

د شهزاده هري په اړه نور دلته ولولئ:

بریتانوي شهزاده: افغانستان کې مې ۲۵ تنه لکه د شطرنج دانې داسې ووژل

10 COMMENTS

  1. د رشاد رغاند او هغه غوندی کسانو استدلال ډیر سخیف او ضعیف او حتی احمقانه دی ځکه:
    ۱ – یقیناً چی دا ۲۵ وژل سوی ( شهیدان سوی ) اشخاص طالبان نه وه بلکه د کلی او بانډو عادی اوسیدونکی وه ( ناټو خصوصاً انګریز حرامی هیڅکله د طالب په وړاندی نظامی عملیات نه دی تر سره کړی لکه څنګه چی طالب د ناټو په وړاندی نظامی عملیات نه دی تر سره کړی).
    ۲ – که طالب یا نورو د دین او جهاد پنامه بیګناه افغانان او انسانان وژلی دی نو غربیانو د دموکراسی ! د تعمیم پنوم بی ګناه انسان وژلی او وژنی.
    ۳ – زموږ اکثره روشنفکران او اکثره مُلایان سخت د لندن په سِحر مسحور دی ( چی هیله ده د هغوی یعنی انګریزانو سره محشور نه سی که څه هم د ستری ګناه مرتکب دی ) .

  2. ښاغلی انسګله،
    محاکمه محاکمه پرېږده او نه دا کړنه تر سره کيږي او نه ستا له توانه دا کار پوره دی.
    شريعت خو دا وايی چې ((الحق للقريب ثم للبعيد))
    برتانوي شهزاده زرګونه کيلومتره درڅخه ليرې پروت دی او د همدوی د استخباراتي موخو د تعقيب له برکته تاسې ته په قطر کې دفتر خلاص او په پاکستان کې يې ښه په درز شل کله د رژيم پر وړاندې وجنګولئ. ولې بيا هم که محاکمه کېدل غواړئ، نو بيا ولې لومړی له خپل ځان او بيا له خپل ګاونډي پروېز مشرف څخه يې نه شروع کوئ. تاسې خو دلته دېته هم غوږ شئ چې دی څه وايی؟
    که هغه باوجدانه قاتل دی، نو دی څوک دی؟
    او تاسې څوک ياست؟
    ايا په تېر کې موږ کله هم زورور محاکمه کړي دي؟
    زوړ برتانوي ښکېلاک، روسي ښکېلاک، غربي ښکېلاک او اوسنی پنجابی ښکېلاک
    تاسې خو اول خپله هم دې ولس ته ځواب ورکړئ بيا د نورو محاکمه کول غواړئ.
    ايا دا د نجونو د زده کړې مخنيوی مو خپله پرېکړه ده او که د بل چا؟
    پرويز مشرف :
    https://www.facebook.com/DivaPatang/videos/617001762442514/?extid=NS-UNK-UNK-UNK-AN_GK0T-GK1C&mibextid=2Rb1fB

  3. د د ی خاوری مظلوم ولس حق لري د شاه زاده هری د دی ستر جنایت پخاطر هغه عدالت ته راکش کړي مګر نه پوهیږم چی انس حقانی صیب په کومو سترګو داسی خبری کوي ، ایا د زمبق د څلور لاري دوه سوه تنه بیګناه لاره ویان انسانان نه وه ،ایا د کانتننتال لسګونه تنه بیګناه ملکي خلک کورنۍ نه درلود، آیا داود خان روغتون کی مریضان او طبی کارکونکي پلار مور او کورنۍ نه درلود … دا یو څو بیلګی دي همداسی واخله په لسګونو نوری پیښی چی د حقانی شبکی لخواه زموږ هیواد که تر سره ښوي زه اطمینان لرم چی همدا انس حقانی د لسګونو داسی زړه بوګنونکو پیښو ترشاه وو خپله د طالبانو مشران خو هوښیار وو خپله او د دوی زامن ځان مرګ ته نه ورکاوه دوي ورته لوژستیکی او مالی اسانتیاوی برابرولی نو اوس انس حقانی په کومو سترګو د شاهزاده هری جنایت غندي زه حیران د دوی په پخو سترګو او ویده ضمیر یم .

  4. رغاند خبیث هم د فرنګي غلام وي څوک سي افغان وینه په رګو کې لري داسي نظر نه لري . دا نظر فاشیستي او غیري انساني نظر ده. داسي مرتدینو ته باید سزا ورکړه سي. دغه افغان دښمنه فاسد پردی پال به د پوڼډو او ډالرو په ژبه خبرې کوي. 😡

  5. اوبل موږ متل لرو یوې بلا بلې بلا ته ویل اوخ. انس کباړي هم د افغان ولس قاتل ده. دده خنزیر پلار هم تر فرنګیانو کم نه وه. کله سي مردار سوی جهنمي جلال الدین خنزیر د پکتیا د کوښ په غرو کې مرکز لرله دغه سوډر به 🐖 حتی د سندرغاړو شوڼډې ورغوڅولې او بیا به یې د کوښ له غره کښته غورځول😡. حرامي انس کباړي خپل عیب د ولي منځ د بل عیب د کلي منځ. ته هم د امریکا غلام منافیق مرتد یې .

  6. که خبره د محاکمې راشي باید افغان ولس ستا ټوله کورنۍ لومړی محاکمه کړي ځکه څومره افغانان چې ستا کورنۍ په انتحار وژلي هغومره چنګیز هم ندي وژلي او اوس هم پرې تاسو فخر کوئ او ستا ورور سراج یې رواح ګڼي. دا خو ښه خبره ده چې محاکمه شروع شي او د هر یرغلګر، جابر او ظالم سره حساب وشي خو بیا تاسو به خلک لومړی د ګریوانه نیسي.

  7. دا ډیره دې شرم خبره ده چې دا دې ای اس ای ګوډاګې کړې ده دومر کسان ستا جلال الدین کباړ کورنی وژلی دې فکر نکوم چی ټول انګیس په دا شلو کلونو کې وژلی وې ستا دا بیسواده انتحار روزونکی ورور چی یو عادې ایت زده نده او غلطی پکی کوې او دعوا دې اسلام کوې او باید محاکمه شې چې دې پنجابی خبیس په لمسون په زرګونه بیګناه ملت شهید کړل بیا دې خبیس انګیسې محکمه

  8. ارشاد رغاند ماته پوهه او زیرکه افغان نه ښکاری، يو ځل دیی خپل وجدان ومینځی او دوباره دیی خپل ځان د افغانیت په جامه سمبال کړی.

  9. د انسانانو وژنه د هر چا له خوا چې وي د توجیه او منلو وړ نه ده. خو زه دې ته حیران یم چې حقانیان څنګه اوس خپلې خولې تر کونې شلوي. تر دوی بله خائینه او چټله کورنۍ د ځمکې پر مخ نشته. د زنبق څلور لارې په انتحاري برید کې چې همدې خبيثې کورنۍ تر سره کړ، زما درې نږدې خپلوان او دوه تنه ملګري چې کار ته روان ول شهیدان شول. هغه وخت همدې پلیدو حقانیانو دهغه انتحاري حملې مسولیت هم ومنه. په همدې حملې کې ټولټال درې نیم سوه کسان شهدان او تر پنځه سوه ډېر زخمیان شول. د هند سفارت مخې ته هم همدې لعینې کورنۍ انتحاري حمله وکړه چې پکې زما دو د تره زامن چې خپله مور یې د تداوي لپاره هند ته وړله هم شهېدان شول. یوه یې نوې واده کړی و او یو دوه میاشتنۍ زوی یې درلود او دا بل کشر ورور یې فقط ۱۴ کالن و. پر دې برسېره دې کثیفې کورنۍ په سلهاو نور انتحارې حملې هم کړي چې په کې تر رزهاو ډېر افغانان شهیدان او معیوبین شوي. دا حرمونو هغه وخت ولې د بشر د حقوقو نارې نه وهلې. دوس پلار یې نیم افغانستان پاکستان ته کباړ کړ او زامنو یې نیم افغانستان په وینو ولړه. شهزاده هری خو خپلې وژنو ته توجیه لري او وایي چې خپل د وطن دشمنان یې په جګړې کې وژلي او خپل په وژنو یې اعتراف کوي. ستاسې پلېده کورنۍ ددومره بې ګناه افغانانو د وژنو لپاره څه توجیه لري. دوی مو په کومې جګړې کې او په کومه ګناهوژلي. که تاسو حرمونیو لاسپوسو کې وجدان ژوندی وي نو تاسو هم اعتراف وکړئ چې تاسو د څومره بې ګناه افغانانو وینې توې کړئ دي. اوس هم د داعش په نوم دا ټولې انتحاري حملې همدا چټله او پليده کورنۍ تر سره کوي. لعنت پر تاسو حرفوي قاتلانو.

  10. بلی لعنتی امریکا ، شیطان انګلیس اود شیطان انګلیس چوچه پنجابی پاکستان همداسی قاتلان لکه قدیانی قاتل حقانیان د افغان ملت وژنی لپاره روزلی دی او دا جاهل بی سواده روزل شوی قاتلان ئی بیا دوهم ځل لپاره د افغان ملت وژلو او تباهی لپاره د افغان ملت پر اوږو سپاره کړی دی د غلام قاتل او دده قاتلی کورنی وحشتناکه وژنی دوی ته د پنجابی پاکستان بادار له خوا او د لعنتی امریکا او شیطان انګلیس په هدایت ورکړ شوی وظیفه وه او دی اواوس ئی ددی قاتلانو څخه د افغان ملت رهبران جوړ کړی دی دا بدبختی پر افغان ملت د ۱۹۷۳ کال د خائینی کمونیستی کودتا څخه راپدی خوا شروع او ختم ئی نامعلوم دی !!!!
    افغان ملت هغه وخت ددی وحشتناکه حالت څخه راوتلۍ شی کله چی صادق منورین په داخل او خارج کښی لاسونه سره یو کړی او د قاتلو ساختګیو چپیانو غلامانو او د قاتلو غلامو تنظیمونو اود قاتلو غلامو طالبانو له مینځه وړلو لپاره د افغان ملت کلتوری شرائیطو کښی په ملی وحدت چوکات کښی ځانونه خپل ملت ته علنی ښکاره کړی !!!!! ددی ورځی په امید !!!!!!!!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب