شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهبریتانوي شهزاده: افغانستان کې مې ۲۵ تنه لکه د شطرنج دانې داسې...

بریتانوي شهزاده: افغانستان کې مې ۲۵ تنه لکه د شطرنج دانې داسې ووژل

تاند (جمعه، د جدي ۱۶ مه) د بریتانیا شهزاده هري افشا کړه چې په افغانستان کې د پوځي ماموریت په مهال یې د اپاچي هیلي کوپتر د پیلوټ په توګه ۲۵ تنه وژلي دي.

 ‏شاهزاده هري دا موضوع خپله د خپلو خاطرو په کتاب کې رسوا کړې ده.

نوموړي ويلي، چې افغانستان ته ېې شپږ ځله د پيلوټ په توګه الوتنې کړي او دغه الوتنې ېې د ډېرو انسانانو د وژلو سبب شوي دي.

شهزاده هري په عین حال کې زياتوي، چې په خپلو دغو کړنو نه ویاړي او نه پیښمانه دی.

د ده په وينا، د سختې جګړې پر مهال یې وژلي ۲۵ تنه« انسانان» نه ګڼل، بلکې د « شطرنج دانو» په سترګه ېې ورته کتل.

دا لومړی ځل دی، چې بريتانوي شهزاده د افغانستان د جګړې پر مهال د دومره کسانو د وژلو اعلان کوي.

معلومه نه ده، چې په مشخص ډول هغه طالبان که ملکي خلک وو.

د طالبانو حاکمې ادارې او نړيوالو بشري ادارو د بريتانوي شهزاده د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. لمړی په هالنډ کې د جرمونو نړيواله محکمه یا هاګ که په ریښتیا ډول ځانته محکمه وایی باید جنایتکار هري محکمی ته راکش کړی، ځکه هري په ښکاره اقرار کوی چه ما انسانانو ته د شطزنج د دانو په شکل کتل او ټول می د شطرنج د دانو په شان ووژل.

    د انګلستان د ټولو ماشومانو او زده کوونکو، محصلینو او ولسونو څخه افغان ماشومان او ولسونه خواست کوی چه خپل وطن د دغه ډول چټل جنایتکار څخه پاک او تر ټولو سختی محکمی یی ورسوی. که نه ستاسی په وطن د بشری حقوقو تور داغ پاتی کیږی.

    د انګلیستان د چارواکو، پارلمان، محکمی او نورو حقوقی او قانونی مشرانو څخه افغانان خواست کوی چه دغه تش په نامه شهزاده هري چه د بشری حقونو یو ناپوهه جنایتکار دی په سنګینه جزآ ورسوی، تر څو نړیوال وپوهیږی چه انګلیستانیان په اوسنی مدرنه نړی کی د بشری حقونو ملګری او تامینونکی خلک دی.

  2. شهزداه هری د هغی فرعون صفته ښځی لمسی دی کومه چی د خپل مخ د تازه ساتلو پخاطر ئی په میاشت کی یو ځل د کاناډا د بومی نابالغو هلکانو وینی چیښلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب