یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار ادارې په تورخم کې د جګړې او د تګ راتګ...

د ننګرهار ادارې په تورخم کې د جګړې او د تګ راتګ د ځنډیدو ادعا رد کړه

تاند:( پنجشنبه، د جدي پینځلسمه)‏ ‏د ننګرهار لپاره د طالبانو سیمه ییزه اداره وايي، چې په لايت تورخم کې يې پاکستاني لوري سره نښته نه ده شوې.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي:« د يو مجاهد له لوري په خطا کې ډزې شوي، چې له امله يې يو مجاهد شهيد شوی او يو هېوادوال ټپی شوی، هلته د جګړې يا نښتې په اړه اوازې بې بنسټه دي.»

د مومندرې لپاره د طالبانو ولسوال قاري ساجد وايي، چې پېښه غير قصدي رامنځته شوې او د مسافرينو تګ راتګ په عادي ډول تر سره کيږي.

نن ځينو رسنيو په تورخم کې د پاکستاني او طالب لوري د نښتې او له دې کبله د تورخم لارې د بندیدو خبر ورکړی و.

خپلواکو ځايي سرچينو سره په دې اړه په خبرو نه يو بريالي شوي.

1 COMMENT

  1. پاکستاني لوري د تورخم املا غلطه لیکلې ده . تورخم پښتو نوم دی او په پښتو کې د ط حرف نشته . ګېټ هم انګلیسي کلمه ده ، تورخم ګېت یعنې د تورخم دروازه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب