Homeخبرونهد جرمني د جوماتونو امامانو د نجونو له تعلیم سره مخالفت د...

د جرمني د جوماتونو امامانو د نجونو له تعلیم سره مخالفت د اسلام خلاف وباله

تاند (پنجشنبه، د جدي ۱۵ مه) د جرمني د ۲۵ جوماتونو امامانو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې د طالبانو له لوري د نجونو د تعلیم مخالفت او د مخنیوی پرېکړه له اسلام سره په ټکر کې ده.

دوی د اسلام په اړه د طالبانو تفسیر او تعبیر د اسلام خلاف او د انسانانو سپکاوی بللی دی.

د جرمني د ۲۵ جوماتونو امامانو همداراز ویلي چې کوم اسلام چې طالبان یې لري هغه اسلام نه دی چې دوی او نور مسلمانان پرې باور لري.

دوی د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز د اسلام خلاف عمل بللی او د دې پرېکړې د الغا غوښتنه یې کړې ده.

د جرمني د ۲۵ جوماتونو امامانو په خپله اعلامیه کې دا هم ویلي چې نه یوازې له طالبانو څخه د نجونو پر تعلیم د بندیز د پای ته رسیدو غوښتنه کوي بلکې د جرمني له سیاستوالو او مدني ټولنې هم غواړي چې افغان نجونو او ښځو ته د تعلیم او نورو مدني ازادیو لپاره هلې ځلې وکړي.

د سعودي په ګډون ګڼو اسلامي هیوادونو له طالبانو غوښتني چې د نجونو د تعلیم مخنیوی پای ته ورسوي.

اکثره اسلامي هیوادونه اندېښنه لري چې د طالبانو افراطي پرېکړې په نړۍ کې د اسلام دین په اړه منفي تاثر رامنځته کوي او د اسلام دښمنان ورڅخه ناوړه ګټه اخلي.

له همدې کبله د چارو ځینې کتونکي وايي، طالبان یا ډیر ناپوه او بدوي خلک دي او یا اسلام دښمنان پر دوی دا ډول کارونه د یوه منظم پلان له مخې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...