یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپوڅل: د نجونو او ښځو د تعلیم او کار د مخنیوي لپاره...

پوڅل: د نجونو او ښځو د تعلیم او کار د مخنیوي لپاره افغانستان ته مرستې درول شوي

تاند (پنجشنبه، د جدي ۱۵ مه) د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مرستیال مارکس پوڅل وايي چې د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو د زده کړو او کار د مخنیوي له کبله افغانستان ته بشري مرستې درول شوي دي.

له تېرو څه باندې درو اوونیو راهیسې افغانستان ته هغه څلوېښت میلیون ډالري مرستې نه راځي چې افغانستان بانک به هره اوونۍ اعلانولې.

د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو او کار د مخنیوي په اړه له طالب چارواکو سره د خبرواترو په دوام کې نن د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت مرستیال مارکس پوڅل د طالبانو د ريیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل.

یوناما په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي پوڅل مولوي کبیر ته وویل چې د افغان ښځو د حقونو نه رعایت کېدا ټولو افغانانو ته زیان اړوي او اوس له دې کبله افغانستان ته بشري مرستې درېدلي دي.

پوڅل ټینګار وکړ چې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار باید بندیز لېرې شي چې افغانستان له لا زیاتې انزوا او اقتصادي تاوانونو وژغورل شي.

د ډیرو طالب مشرانو له څرګندونو داسې ښکاري چې د ملا هبت الله له لوري د ښځو پر کار او تعلیم له بندیز سره موافق نه دي خو عملاً یوه وړه ډله پر هر څه مسلطه ده. او هغه هیلې په نهیلۍ بدلوي چې له ۴۰ کلونو وروسته به افغانستان له ناامنۍ خلاص شي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له پوڅل سره په کتنه کې ویلي و چې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار د بندیز د پای ته رسولو لپاره د معفولې او شرعې حللارې د موندلو هڅې دوام لري.

د پوڅل او مولوي کبیر د خبرو په اړه طالبانو په یوه خبرپاڼه کې، چې له ارګه یې خپره کړې، ویلي: د یوناما مرستیال وویل چې ملګري ملتونه د افغانانو دین او کلتور ته درناوی کوي، خو د ښځو د کار او زده کړو په اړه اوسنی وضعیت د رضایت وړ نه دی او دا د نړیوالې ټولنې پر مرستو منفي اغېز کوي.

خو عبدالکبیر وویل چې دوی د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي، ملګري ملتونه دې د افغانستان چوکۍ وروسپاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب