تاند (پنجشنبه، د جدي ۱۵ مه) د پاکستان د زلزله پېژندنې اداره وايي چې نن ماښام ۷ بجې او ۲۵ دقیقې د دغه هیواد یو شمېر سیمې یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه ۸ و، ولړزولې.
د دې ادارې په وینا د دې زلزلې مرکز په افغانستان کې د هندوکش په غرونو کې تر مځکې ۱۷۳ کیلومتره لاندې و.
تر دې دمه له افغانستانه د دې زلزلې د ټکانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړای شوی.
له بلې خوا د امریکا د جیالوجیکي سروې ادارې، چې د زلزلې په اړه یې راپورونه ډېر دقیق وي، وايي چې د دې زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۹ و او مرکز یې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د جنوب لوېدیځ په ۴۳ کیلومترۍ کې تر مځکې لاندې و.
پاکستاني رسنیو ویلي چې د لزلې ټکالونه په اسلام اباد، پېښور، لاهور او د خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو په ګڼو نورو سیمو کې احساس شوي دي.
مونږ او زمونږ غلامه طالبي اداره خو د پاکستان نه د کوم ظلم او ستم پوښتنه نشو کولای مګر الله د زلزلې پواسطه کیدی شي زمونږ پوښتنه وکړي. خلک وايي مسلمان ته خیرا مه کوئ خو بیا زه وایم چې پاکستاني ته مسلمان ویل د دین بې حرمتي ده. افغان په تاریخ کې نه چنګیز، نه سکندر او نه مغل دومره زلیله کړی لکه تور پنجابي. الله مونږ خو دومره توان نلرو مګر دا د مظلومو افغانانو ارمان دی چې پاکستان نیست او نابود وګوري یو څو نورې قوي زلزلې درنه غواړو چې ټول پنجاب د ځمکې سره ځمکه شي. امین