یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر د دوی په ګټه د شل کلنې جګړې د تاریخ...

مولوي کبیر د دوی په ګټه د شل کلنې جګړې د تاریخ لیکلو په اړه لوړپوړې غونډه وکړه

تاند:(پنجشنبه، د جدي پینځلسمه)‏ ‏د طالبانو د کمېسیون غونډه د دوی د رياست الوزرا د سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په مشرۍ ترسره او پکې د دوی«د جهادي ارزښتونو د ساتنې رياست» پر کړنلارې بحث وشو.

 د مولوي کبير دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې غونډه کې د «جهادي ارزښتونو د ساتنې پر اړتیا، د شل کلن جهادي تاریخ پر راټولولو، خوندي کولو او تدوين »هم بحث وشو.

سرچینه زیاتوي:«پرېکړه وشوه چې راتلونکو نسلونو ته د دې تاریخي مرحلې په اړه واضح، شفاف او رښتیني معلومات ورسېږي او هماغسې چې د تېر شل کلن جهاد مشري د ا.ا پر غاړه وه، د دې دورې د جهاد تاريخ ليکلو او جهادي ارزښتونو خونديتوب مسووليت هم ا.ا ته راجع کېږي. ا.ا په ښه بڼه د دې کار ترسره کولو ته ژمن دی.»

طالبان خپله تېره شل کلنه جګړه په داسې مهال« جهاد او د هېواد د آزادۍ او اسلامي نظام د ټینګښت لپاره مبارزه» بولي، چې د دوی منتقدین دغې جګړې ته « د افغانستان د مشروع نظام او خلکو خلاف د ګاونډیانو او نورو هېوادونو نیابتي جګړه» وايي او طالبان تورنوي چې د اسلامي روايتونو په پلمه کولو، د لسګونه زره تنو د وژلو، افراطیت خپرولو او د افغانستان د زرګونو تاسیساتو په ويجاړولو ېې دا جګړه مخته یوړه.

4 COMMENTS

  1. لعنت ستاسي په جهادي طاغوتي ارزښتونو کوم جهاد ؟ اوس د امریکې په ګټه کار کوۍ او د پنجاب په ځنځیر تړلي یاست. دا خو هر څه د امریکې یرغلګرې په مشوره کوۍ. امریکه وه سي تاسي یې واک ته ورسولاست. اوس دغه کړنې هم تاسي سوډران د امریکې په مشوره کوۍ. امریکه غواړي افغان ولس د تاریخ تورې دورې ته د خپل چور لپاره بوزي. تف لعنت په تاسي سوډرانو 🐖

  2. خبیثه ته خو نه افغان یې او نه انسان. د ای اس ای او سی ای ای دواړو ابجنټي دې کوله او د خنځیر غوندې دې خپله خیټه او کونه غټوله. تیر نسل اوسنی نسل او راتلونکی نسل ستاسو د وحشي او جاهلي بیغیرتیو په هکله پوهیدل نه غواړي. ستاسو تاریخ به درته زه ووایم: جهل، تاریکي، بې دیني او د تور پنجاب غلامي دا ستاسو ټول تاریخ دی.

  3. ښه خبره ده راتلونکی نسلونه به بیا قضاوت وکړي چي غلام څوک وو او اتل څوک وو.
    افغانان چي ژوندي وي یو او بل نه سره مني.
    ممکن اشرف غني به هم خپل کتاب ولیکي.

  4. دا ښه خبره ده ستا راتلونکې نسل به همه دې پنجاب غلام وې او دې جهالت په ځنځیرونو به تړلې وې ته احمق خو نه علم منی نه انسانیت په هیرامندې پرولل شوې یې تعلیم او عمل نه دې نفرت راځی خو ناموس خرسولو ته افتخار کوې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب