Homeخبرونهد قطر او ترکيې د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان په اړه...

د قطر او ترکيې د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

تاند:( پنجشنبه، د جدي پینځلسمه)‏ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر داوود چاوش اوغلو له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمان آل ثاني سره د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه ټليفوني خبرې وکړې.

ترکي رسنۍ وايي په دې خبرو کې د طالبانو د ادارې له لوري د ښځو د زده کړو او کار په اړه د بندیزونو په پای ته رسېدو او له سیاسي ګوندونو سره د طالبانو د خبرو د‌ پيل او هڅولو په تړاو بحثونه شوي.

 ترکېې د بهرنيو چارو وزير په دې برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان همکاري هم اړينه ګڼلې ده.

تېره مياشت امریکا، پاکستان، هندوستان، تاجيکستان، ترکمنستان، چین، ترکیه، عربستان، ازبکستان او قطر هغه هېوادونه وو، چې د افغانستان د وضعيت په اړه ېې خپلمنځي خبرې سره کړي.

د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو د ادارې افراطي‌ بنديزونه، له افغانستان څخه د تروريستي ډلو د فعالیت ادعاوې او نورو هېوادونو ته یې ګواښونه او په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړیدل د دغو خبرو اصلي ټکي جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...