شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغان سوداګرو پاکستان سره د سوداګرۍ د ودرولو غوښتنه وکړه

افغان سوداګرو پاکستان سره د سوداګرۍ د ودرولو غوښتنه وکړه

تاند:( پنجشنبه، د جدي پینځلسمه)‏ د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولينو په يوه خبري غونډه کې د پاکستان له لوري پر افغان سوداګرو د وروستیو زیاتو شويو قيوداتو او فشارونو په غبرګون کې خبري غونډه بللې وه.

دوی پر افغان مالونو د ترانزیتي تغارفې زیاتوالی د نړیوالو سوداګريزو اصولو خلاف وباله او غوښتنه ېې وکړه، چې د طالبانو اداره دې د دغو قیوداتو د نه ختمیدو په صورت کې پاکستان سره تجارتي اړیکې پرې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې سرپرست يونس مومند وويل، چې پاکستان د کراچۍ بندر کې له افغان سوداګرو د تعارفې اخیستو حق نه لري.

مومند د طالبانو له ادارې وغوښتل، چې پاکستان سره د سوداګرو د ستونزو په حل مستقیمه مداخله وکړي.

د سوداګرۍ خونې يوه بل مقام خان جان الکوزي وويل، چې د افغانستان له مختلفو بندرونو د پاکستان يو ميليون ټنه ميوه له تجارتي ماليې پرته صادر شوي.

د طالبانو ادارې پر افغان مالونو د پاکستان د وروستیو اضافي ماليې په اړه څه نه دي ويلي.

افغان سوداګرو له دې امله د پراخو مالي زيانونو د ور اوښتو خبر ورکړی.

1 COMMENT

  1. مومند صیب د طالب نه څه مه غواړه هغوی خو د پنجابي غلامان دي ښه داده چې موضوع د پاکستان سره خپله حل کړې کنه غلام یې درته مشکل جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب