یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهترکي سرتېرو پر يوې افغانې پناه غوښتونکې جنسي تېری کړی

ترکي سرتېرو پر يوې افغانې پناه غوښتونکې جنسي تېری کړی

تاند (جمعه، د جدي ۱۶ مه) ترکي رسنيو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد دوو سرحدي سرتېرو له ايران څخه د دغه هېواد پر لور پر يوې تلونکې افغان پناه غوښتونکې مېرمنې جنسي تیری کړی دی.

ترکي رسنيو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستيو کې افغان پناه غوښتونکو سره د ترکېي د وحشیانه چلند په اړه راپورونه زيات شوي.

د طالبانو حاکمې ادارې له بيا واکمنيدو تر اوسه هيڅ کله په ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې د دغه هېواد د ناوړه چلند په اړه غږ نه دی پورته کړی.

ترکېه کې لسګونه افغان سیاستوال او چارواکي، چې د جمهوري نظام مخکښه کسان وو، هم ژوند کوي، خو د افغان کډوالو د وضعيت په اړه ېې کله غږ نه دی پورته کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه ورځ تر بلې زرګونه تنه د طالبانو له لاسه د وتو او په خطرناکو قاچاقي لارو غربي هېوادونو ته د تلو هڅې کوي.

له دې سره، د ترکیې د جمعیةالأنهار خیریه موسسې رييس په کابل کې د طالبانو د رييس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال ويلي، چې د طالبانو حاکمه اداره به نړۍ ته « د اسلامي او شرعي نظام الګو» وي.

1 COMMENT

  1. طورخم او سپین بولدک کی د طالبانو خویندی او میندی د هغوی د سترګو لاندی بی عزته کیږی څه ویلی او کولی نشی ترکیه خو بیا لرې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب