چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهملا حنفي: د‌ دیني مدرسو فارغانو ته روزنيز کورسونه جوړوو

ملا حنفي: د‌ دیني مدرسو فارغانو ته روزنيز کورسونه جوړوو

تاند (جمعه، د جدي ۱۶ مه) د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، چې په مرکز او ولايتونو کې به د ديني مدرسو د فارغانو د ظرفيت لوړولو لپاره روزنيز کورسونه جوړيږي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، ‏نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو د اداري کميسيون په غونډه کې کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې غونډه کې د ترانسپورټي شرکتونو او په ترمينلونو او تمځايونو کې د نقليه وسايطو طرحې په اړه ځینې پرېکړې شوي دي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، د افغانستان په مختلفو سيمو کې د مدرسو د جوړولو چارې چټکې شوي.

طالبانو د افغانستان ډېر تخنيکي ښوونځي او انستيتوتونه هم په ديني مدرسو بدل کړي، چې له امله یې توندو غبرګونونو سره مخ شوي.

3 COMMENTS

  1. له چړې نه چې په کوڅوکې ډوډې ټولوې داکتر او انجنیر نه جوړیږې دا ښه خبره چې خره دې انسانیت لاری ته برابر شی ولی او دې خلکو تعلیم مهم ده چز مکتبونه او پوهنتونونه شروع شې اوس معلومه شوه چی ملا هیبت لوطی دې ای اس ای کس ده چی دې نړې له علماو څخه پټ شو او له لیدنې څخه یې ډډه وکړه نور خلک باید پوه شې چی دوې مسلمانان ندې او صرف دې اسلام نام بدې ته راغلې دې اوس دې افغان ملت ته دا ضروری ده چی یو موټې شې او دا کافر پنحابیان بیرته پنجاب ته ولیږې دې وطن دې ګټلو لپاره لکه اوکراین غوندې یو موټی توب ته ضرورت ده

  2. ثابته دومره به درته وليکم چي وايي لمر په دوګتو نه پټيږي دا ستا ليکني ټولي د آي اس آي نظر ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب