جمعه, اپریل 26, 2024
Homeداسې هم شتهیوه نوې خواله رسنۍ چې ځینې یې د ټویټر سیاله بولي

یوه نوې خواله رسنۍ چې ځینې یې د ټویټر سیاله بولي

تاند- د ماستودان (Mastodon) په نوم ټولنیزې شبکې په وروستیو کې د سلګونو زرو خلکو پام ځان ته اړولی دی.

دې ټولنیزې شبکې ته ځینې د ټویټر د سیالې په سترګه ګوري خو ځینې نور یې په کارولو کې پېچلتیا د پرمختګ خنډ بولي.

د انترنیټ له ودې او لا عام کېدو سره خلک د خپلو نظرونو د بیانولو لپاره په نویو پلټفارمونو پسې ګرځي.

که څه هم اوس ټویټر، فیسبوک او یوټیوب د نظرونو د تبادلې تر ټولو ستر پلیټفارمونه دي خو په وروستیو کې د کلب هاوس په شان ځینې نور پلیټفارمونه هم جوړ شول.

تر ټولو تازه د ماستودان (Mastodon) په نوم یو پلیټفارم دی چې په وروستیو کې د ډیرو په خوله کې دی او ځینې یې د ټویټر رقیب بولي.

که څه هم دا ټولنیزه شبکه تازه نه ده جوړه شوې خو په ټویټر کې له وروستیو جنجالونو وروسته یې د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

د ایلن ماسک له لوري په لسګونو ملیارد ډالره د ټویټر له رانیولو وروسته ماستوډان، له رامنځته شویو شرایطو ګټه کړې ده.

دا ټولنیزه شبکه وايي چې اوس یې د کاروونکو شمېر تر ۶۵۵ زرو اوښتی دی چې د هغو له منځه یوازې ۲۳۰ زره تېره اوونۍ ورسره یوځای شوي دي.

دا ټولنیزه شبکه ټویټر ته ډېر ورته والی لري، کاروونکي یې د ټویټر په شان پوسټونه لیکي خو دغو پوسټونو ته، چې ټویټر ټویټ وايي، ماستودان یې ټوټ (toot) بولي او د نورو ټولنیزو شبکو د پلیټفارمونو په شان خپرو شویو ټوټونو ته ځواب ویل کېدای، لایک کېدای او شریک کېدای شي.

همداراز د دې ټولنیزې شبکې کاروونکي یو بل فالو کولی شي.

خو دا ټولنیزه شبکه له نورو سره ځینې توپیرونه هم لري او ښايي همدا توپیرونه سبب شوي وي چې ځینې کسان په دې شبکه کې لاره ورکوي او نه پوهیږي چې څنګه ورڅخه کار واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب