جمعه, مارچ 29, 2024
Home+له نورو ګوښه خوښي انسانان بریالي دي؟

له نورو ګوښه خوښي انسانان بریالي دي؟

هغه کسان چې ګوښه توب خوښوي ډیری وخت خوشاله، بریالي او سوکاله وي. که څه هم ډیری خلک پرته له نورو خلکو، نه شي کولی چې یو کار په منظم ډول ترسره کړي، خو هغه کسان چې یوازیتوب ته لومړیتوب ورکوي، د خپلو فکرونو او احساساتو په تمرکز او ارامتیا سره کولی شي هر کار په منظمه توګه ترسره کړي او ښې لاسته راوړنې ولري.

د یوازیتوب خوښوونکو کسانو ځانګړنې په لاندې ډول دي:

۱. له ملګرو او نورو خلکو سره په اړیکو پاللو کې خپل حد ټاکي

په لومړي سر کې ښايي چې دغه خبره سمه ونه بریښي، خو د دې پرځای چې خلکو ته ووایې چې ولې ځینې وخت ډیر درنیږدې کیږي او کله هم ډیر درڅخه واټن اخلي او یاهم د دې خبرې په کولو سره چې ولې ځینې وخت له خپل حد نه تیریږي، نو هغه کسان چې یوازیتوب خوښوي، د هغه څه په اړه چې خلک ترې څه تمه لري او یا دوی د څه شي تمه ترې کوي، یو روښانه لید لري.

که چیرې دغې موضوع ته فکر وکړې، نو دغه دواړه دریځونه باکیفیته دي او په اړیکو پاللو کې رغنده رول لوبوي.

۲. خورا زیات وفادار وي

لکه څنګه چې دغه ډله خلک زیات ملګري نه لري چې خپل وخت او انرژي پرې ضایع کړي، نو دا مطلب رسوي چې دوی خپله زیاته برخه انرژي او وخت خپلو ښو او باوري ملګرو ته ځانګړی کوي. همدارنګه، دغه ډله خلک د نورو خلکو هم زیاته قدرداني او درناوی کوي او هڅه کوي چې هرچا ته انساني درناوی وکړي او حق یې پرځای کړي.

۳. پرانیستی ذهن لري

دا یو ډیر غلط تصور دی، چې ګوندې یوازیتوب خوښوونکي کسان تړلي ذهنونه لري او ځیلناک وي. د دغو کسانو ذهنونه د نویو شیانو او لارو په رامنځته کولو کې خورا زیات فعال وي او تل هڅه کوي چې نوښت او بدلون رامنځته کړي او پرمختګ وکړي.

۴. ښه فکر کوونکي وي

کله چې له ستونزمن حالت سره مخ شي، نو په معمول ډول سره د دې وړتیا لري چې ځان ارام او متمرکز کړي او خپل ژوند پرمخ یوسي. د هرڅه په وړاندې لومړۍ فکر کوي او بیا غبرګون ښيي. فکر یې پرځای وي او هرڅه ته بیځایه تشویش نه کوي.

۵. هغه څه یې چې په ‌ذهن کې وي، په زغرده یې څرګندوي

ډیری انسانان قصداً په خپلو رښتینو فکرونو او احساساتو پرده اچوي، خو یوازیتوب خوښوونکي کسان د خپلو رښتینو فکرونو او احساساتو له څرګندولو څخه خورا زیات خوند اخلي او خوښوي چې هغه څه یې په زړه کې وي او هغه څه یې چې په وجود کې وي، څرګند یې کړي. دا چې دغه ډله کسان خپل ځان له نورو خلکو ښه پیژني، نو ځینې وخت د شاوخوا نورو خلکو احساسات ښه درک کولی شي.

۶. وخت ته خورا زیات ارزښت ورکوي

دا به د حیرانتیا خبره نه وي، چې هغه کسان چې خوښیږي یې یوازې وخت تیر کړي، وخت ته خورا زیات ارزښت ورکوي، په ځانګړې توګه وزګار وخت ته. دا په دې مانا نه ده چې دوی خلکو ته د مرستې رسولو لپاره هڅه نه کوي او وخت ورته نه ځانګړی کوي، بلکې هر هغه څه چې د ارزښت وړ واوسي، دوی ورته خپل وخت ځانګړی کوي او هڅه کوي چې نورو ته خیر ښیګڼه ورسوي او خپل وخت په سمه توګه ولګوي.

توتاخیل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب