Homeخبرونهپه نړۍ کې د سعودي د ښځینه سفیرانو شمېر ۵ ته ورسېد

په نړۍ کې د سعودي د ښځینه سفیرانو شمېر ۵ ته ورسېد

تاند (جمعه، د جدي ۱۶ مه) په داسې حال کې چې د افغانستان طالبان ښځې له تعلیم او کار کولو منع کړي، سعودي عربستان، چې حکومت یې د مکې او مدنې واګې په لاس کې لري، وايي چې په بیلابیلو هیوادونو کې یې د ښځینه سفیرانو شمېر ۵ ته ورسید.

د سعودي عربستان اصلاح غوښتونکی ولیعهد محمد بن سلمان، چې غواړي تر ۲۰۳۰ پورې سعودي د تېلو له اتکا پرته پر یوه شتمن او پرمختللي هیواد بدل کړي، ښځو او نارینه وو ته یو شان فرصتونه برابروي.

د العربیه د انګلیسي ویبپاڼې د راپور له مخې، سعودي تر دې دمه د نړۍ په ۵ هیوادونو کې ښځینه سفیرانې لري.

شهزادګۍ ریما بنت بندر السعود د سعودي لومړنۍ سفیره وه چې په ۲۰۱۹ م کال د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ولیعهد محمد بن سلمان په حکم سفیره وګومارل شوه.

شهزادګۍ ریما تر دې وړاندې د ښځو په چارو کې بیلابېلې دندې لرلې.

د روانې جنورۍ په درېیمه حفیه الجدیه د اروپايي اتحادیې او همداراز د اروپايي اتحادیې د اتومي انرژۍ لپاره د سعودي سفیره وټاکل شوه.

الجدیه د بحرانونو د حل په برخه کې ماستري لري. دې همداراز د امریکا د کولمبیا په پوهنتون کې په نړیوالو اړیکو کې ماستري کړې ده.

انس الشاوان د ۲۰۲۱ په اپریل کې په سویډن کې د سعودي سفیره ګومارل شوې ده. دې په استرالیا کې په نړیوالو اړیکو کې ماستري کړې او د امریکا له هارورډ پوهنتون څخه یې د راڅرګندېدونکې مشرتابه په څانګه کې سرټیفیکیټ اخیستی دی.

دې تر دې وړاندې د سعودي په بهرنیو چارو وزارت کې کار کړی دی.

په تازه ګومارل شویو ښځو کې یوه هم نسرین الشیبل ده چې د جنورۍ په درېیمه په فنلنډ کې سفیره وګومارل شوه.

پنځمه سعودي سفیره امل یحیي المعلیمي ده چې په ناروې کې د سعودي د سفیرې په توګه کار کوي.

ناروې په نړۍ کې هغه هیواد دی چې ښځو او د هغو کار او حقونو ته تر بل هر هیواد زیات اهمیت ورکوي.

المعلمي په سعودي کې په انکلیسي ژبه کې لیسانس کړی او همداراز یې د امریکا په دینویر پوهنتون کې د ژورنالیزم په برخه کې زده کړې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...