شنبه, مې 4, 2024
Homeکلتورد دوکتور زرین انځور ۶ نوي کتابونه چاپ شول

د دوکتور زرین انځور ۶ نوي کتابونه چاپ شول

تاند (جمعه، د جدي ۱۶ مه) د افغانستان د مشهور ليکوال او څېړونکي دوکتور زرین انځور ۶ نوي کتابونه چاپ شول.

د سراج الاخبار ټوله پښتو، په افغانستان کې درې لومړني پښتو ناولونه، د ځوان کاکړ لیکنې، محمود طرزی و اعلامیه استقلال افغانستان، نهضت مشروطه خواهی يک حرکت ملی و افغانی او د پوهنې د درسي نصاب واحد پښتو ليکدود د دغو نويو کتابونو نومونه دي.

له دې کتابونو څخه یې ځينې ښاغلي انځور را ټول کړي، څېړلي او مقدمې ېې پرې ليکلي او ځینې یې خپل تاليفات دي.

زرین انځور څه موده مخکې له کابل پوهنتون څخه د خپلو دوکتورا زده کړو دفاع هم وکړه او د پښتو ادبياتو دوکتور شو.

3 COMMENTS

  1. وا وا هم دین شوه هم د نیا !!که بیا امریکایان راغلل انځور صیب به دوکتور هابیل شي !!

  2. سلامونه،
    دوکتور صاحب زرین خان انځور ته د دکتورا او نویو ۶ کیتابونو لیکلو او اډیټ کولو مبارکي وایم .
    که کوم ورور یا تاندوال د ده د (پوهنې درسي نصاب واحد پښتو لیکدود ) یو پرلیکه ډول تیار کړي اویا، لږ تر لږه یو څه معلومات ېې په هکله په تاند کښې مينه والو ته وړاندې کړي ،د یوې پښتو کَرَه پښتو په لیاره کې به زمونږ ارمان یو څه خړوبه کړي. په درناوۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب