شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهکندهار کې ېې ياد غونډه؛ د ایران سرکونسل: د سلیماني د وینو...

کندهار کې ېې ياد غونډه؛ د ایران سرکونسل: د سلیماني د وینو په برکت امريکا افغانستان نه ووتله

تاند (جمعه، د جدي ۱۶ مه) په کندهار کې د ایران کونسلګرۍ د ځایي طالب چارواکو په ګډون د دغه هېواد د وژل شوي استخباراتي مشر قاسم سلیماني په ياد غونډه جوړه کړې.

د ايران د سپاه پاسداران استخباراتي ځواک اړوند تسنیم خبري اژانس ویلي، چې د سپاه پاسداران د یوه وژل شوي مشر سلیماني په ياد غونډه کې د طالبانو د څارنوالۍ او محکمې سیمه ییزو مشرانو،‌د دوی د بهرنيو اړيکو ولایتي رییس او نورو مسوولينو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د ایران سرکونسل علي رضا حاجي زاده ويلي، چې د سلیماني د وینو په برکت امريکا په سیمه کې ماتې وخوړه او له افغانستان څخه په « شرمونکي ډول» ووتله.

د تسنیم اژانس په حواله، په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنيو اړيکو ولایتي رییس ویلي، چې سلېماني يوازې د ایران نه، بلکې د ټولو مسلمانانو « په دفاع کې شهيد» شو.

سلیماني د ایران د سپاه پاسداران استخباراتي ځواک مشر و، چې څو کاله مخکې د امریکایي ځواکونو د برید پر مهال د عراق په پلازمېنه بغداد کې ووژل شو.

نوموړی په سيمه کې د ایران د استخباراتي پروژو د عملي کیدو مهم تطبيقونکی بلل کیده او ويل کېږي، چې طالبانو سره د ایران مخکینۍ ترينګلې اړيکې هم هغه ترمیم او د طالبانو د مالي او تسلیحاتي ملاتړ له لارې د دوی بیرته واکمنيدو سره مرسته وکړه.

د چارو شنونکي ايران د داسې مرستو د ویش او قاسم سلیماني ته د تبليغاتو له لارې په افغانستان کې د نفوذي سياستونو او لاسوهنو په ترسره کولو تورنوي.

ايران د سلیماني د وژل کیدو په مناسبت په بلخ او هرات ولايتونو هم مختلف پروګرامونه تر سره کړي دي.

د چارو شنونکي باور لري، چې طالبان د سلیماني او ایراني استخباراتو د احسان مندۍ له امله د هغه د داسې یاد غونډو اجازه ورکوي او پکې برخه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب