په وزیرو کې زموږ د کلي نايي حاجي صاحب کرم دوه ډولونه لرل. یو ډول چې به د ډېر زورور سړي ښادي نه و، نه راویسته. ويل به يې چې دغه ډول په غزا کې وهل شوي دي، ځکه یې د هرې ښادۍ لپاره نه راوباسم.
افغانانو به تل په جګړو کې د خپلو جنګیالیو د مورال د لوړولو او د دښمن د مورال د ټیټولو لپاره د ډولونو څخه کار اخیسته.
ښځو به هم د دریاوو په غږولو سره نارینه د جګړې پر لوري بدرګه کول او د حماسي لنډیو په ویلو به يې د دوی مورال او بریا یقیني کوله.
د پښتو ژبې د ادب په نړۍ کې لنډۍ خورا اړین ځای لري. د ژوند د هرې برخې لپاره ځانګړې لنډۍ شته. د بېلګې په توګه په جګړو کې به ښځو حماسي لنډۍ ویلې او افغان جنګیالي به يې د لنډیو په نارو تشویقول.
لکه چې وایي:
جانان به ولې توره نه کړي
تر نیمایې مورچله زه ور سره ځمه
د نتکۍ لال به پرې خیرات کړم
که مې جانان په دښمن مات کړي سنګرونه
سبا لا لمر ختلی نه دی
زما جانان سنګر ته ځي اتڼ کوينه
غاړه غړۍ به در قربان کړم
که دې د جګړې پر ډګر وکړل غورځنګونه
که بریالي له جګړې راغلې
دا تور وربل به له تا ځار کړمه مينه
که په زلمو کې بریالی شوې
قسم مې کړی د يارۍ لاس درکومه
که تور وربل مې میراتېږي
پر وطن ننګ دی جانان نه منع کومه
په وینو رنګ توره دې راوړه
راشه په سرو شونډو به يې زه درپاکومه
تر دې کږې اوږۍ دې ځار شم
تړلې تا ده کږه زه له خياله ځمه
هلکه ځه ډېر په نخرو ځه
په لوړو غرو ځه چې بیرغ دې باد وهينه
جانان مې جنګ کې توره وکړه
ځکه همزولي راته کوښې سموینه
وطن ته مه راځه دښمنه
دلته ډنډونه دي لښکرې غرقوینه
توره په وینو هلک راغی
ځکه یې توره په سرو شونډو پاکومه
توره کول درسره بویه
که دې په کار وي چې ځوانان دې یادوینه
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
بالښت د زلفو مې ساتلی
د غیرتي جانان تر سر لاندې به يې ږدمه
که د زلمو نه پوره نه شوه
ګرانه وطنه جینکۍ به دې ساتینه
لمن مې لنډه ونیسه مورې
يار مې ضابط دی زنګون کېښ ورته کومه
د دې ټولو نارو په ځواب کې بیا افغان ځوانان د لنډیو په ژبه داسې ځواب ورکوي او وايي:
توره وهم بې ننګه نه یم
نن مې دښمن ته دي نیولي سنګرونه
توره زما د پلار منصب دی
دا نور عالم چې لافې کړي خندا راځینه
حاجي صاحب کرم ته دې خدای جنتونه ورپه برخه کړي، په رښتیا او بې له شکه د افغان او انګلیس په دویمه جګړه کې د افغانانو د ډول غږ د دښمن په ماغزو د ټوپک د ګولۍ به څېر بد لګېده او د شکایت په ژبه د پیواړ کوتل پر سر په خپل کمپ کې ميجر پالمر ویل:
“دا د ډول غږ په ما ډېر بد لګېږي، اعصاب مې را خرابوي. باور وکړئ چې په غوږونو کې مې لکه د توب د مرمۍ په څېر تخریب کوي. له دې مې بل هېڅ شی دومره نه شي زورولی لکه د دغه لعنتي ډول غږ.”
بیا جنرال کاب، ميجر پالمر ته وویل:
“دغو خلکو د دغه ډول د غږ لاندې له دغو غرونو تر بنګاله مارشونه کړي دي. د دغه ډول تر غږ لاندې دوی له سکندر، چنګېز، تېمور او نورو فاتحانو سره ډغرې وهلې دي. همدغه لعنتي ډول څلوېښت کاله مخکې د جنرال الفستن په ١٧ زره کسیز لښکر پسې د کابل په درو کې تر هغه پورې وډنګېده، تر څو چې یې هغه ټول تباه کړل.”
پر دې مهال جنرال رابرتس وویل:
“هېڅوک نه ښکارېږي، ډول وهي او په موخه يې هم نه پوهېږو. په رښتیا چې دا د عجایبو هېواد دی او ډول يې هم له عجایبو څخه دی.”
دا د لوی خدای ج پیرزوینه وګڼو او که بدمرغي، چې د افغانانو لپاره جګړه کول د کوچنیانو د لوبو په څېر ده، په وږې ګېډه، له یوه څادر او ټوپک سره کولای شي چې د مرګ تر پولې جګړه وکړي.
افغانانو سره جګړې ته زړه ښه کول په دې مانا دي، لکه په زوره چې څوک ځان کوهي ته غورځوي.
د دولت وزیري “په جګړه کې د بریالیتوب راز” له کتاب څخه