شنبه, مې 4, 2024
Home+د انګلیسي-پښتو غوره مقالې کتاب چاپ شو | حضرت عثمان نوري

د انګلیسي-پښتو غوره مقالې کتاب چاپ شو | حضرت عثمان نوري

زما ګڼ شمېر مینه والو به له ما پرلپسې غوښتل چې د انګلیسي – پښتو مقالو یو غوره، او پډېټ کتاب باید ولېکې، څو د انګلیسي ژبې د زده کړې مینه وال ترې مستفید شي. حقیقت دا دی، چې دې اقدام ته زما هم زړه ښورېده، ځکه د مینه والو غوښتنه وه او باید دا غوښتنه یې ما ور پوره کړې وای.

وختونه تېرېدل، یو کافي فرصت ته په تمه وم، څو یو خوندور او نایابه کتاب چې د انګلیسي څخه پښتو ته پکې بېلابېلې ګټورې او اپډېټ مقالې ځای پر ځای شوې وي، ولیکم او په ښه توکه یې ترتیب او بشپړ کړم. که څه هم زما بوختیاوې ډېرې او رسمي دنده مې هم درلوده، معمولاً به سهار وختي له کوره د دندې پر لور ووتم او ماښام تیاره مهال به کور ته ستړې – ستومانه را ورسېدم، خو بیا هم ما خپلې هڅې نه دي درېغولي او پرلپسې تر نیمې شپې مې د دې کتاب په لیکلو او چمتو کولو رڼې کړې، سخت حالت مې وګاله، ستونزې او ربړې مې ولیدې او خپل خوب مې د کتاب د بشپړولو لپاره نذرانه کړ او د انګلیسي ژبې د مینه والو او زده کوونکو لپاره مې د مقالو یوه داسې ټولګه بالاخره برابره کړه، چې مینه وال به یې په یو ځل لوست سره ډېر څه زده او ترلاسه کړي.

دا کتاب په جلال آباد ښار کې سهار خپرندویه ټولنې د ‍۱۰۰۰ ټوکو په تعداد چاپ کړ، سهار خپرندویه اداره دې آباده وي، چې زما ګڼ شمېر کتابونه یې د چاپ په ګاڼه سبنال کړي دي، له ښه مرغه دا کتاب یې هم په ۱۰۲ مخونو کې چاپ کړ، د دې کتاب منځپانګه له غوره او مؤثره لیکنو او مقالو څخه برخمنه ده.

د کتاب په منځپانګه کې تر ټولو جالبه او پرمهفومه نقطه لا دا ده، چې د هرې مقالې په پای کې د مقالې اړوند څو ژورې پوښتنې هم ذکر شوي دي، دا پوښتنې تر نورو ساده پوښتنو جلا دي او زده کوونکي خپلو درسونو ته ځيروي، ښه او ژور لوست ته یې هڅوي او تر ټولو ښه لا دا چې د مقالې په اصلي مفهوم او لرلید یې پوهوي.

کتاب د جلال آباد ښار په اسحاقزي مارکیټ کې له سهار خپرندویه ټولنې، په پلازمېنه کابل کې یې له اکسوس، علمي او حکمت کتاب پلورنځیو، په پکتیا کې له ماشاء الله او علمي کتاب پلورنځیو او په لغمان کې یې له مدینه مارکیټ، رهبر، حبیب الله، چهارباغ بازار پلورنځيو څخه ترلاسه کولای شئ.

په کتاب کې لنډه لیکنه د شینوارو پوهنې آمریت د ښوونیزې څارنې او اورزونې غړي استاد شهنواز ځواک لیکلې او زده کوونکي یې پکې هڅولي، څو دغه کتاب په یو لړ ځانګړو سپارښتو او دقت ولولي.

دغه کتاب د ۲۰۲۲ تر ډېسمبره د تازه ټيکنالوژيکي موضوعاتو په شمول له ګڼو اپډېټ عنوانونو څخه برخمن دی او لوست یې تاسې ذهناً آرام ساتي.

کتاب وپېرئ، ویې لولئ، ملګري یې لوست ته را وبلئ او که خپله مو یو ځل لوستی وي، بیا بیا یې ولولئ او بیا یې خبل نږدې ملګري ته ډالۍ کړئ، ګټه به ور ورسوئ او دا احسان به تاسې ته د کتاب وېشنې فرهنګ په دودولو کې خورا مؤثره رو ولري.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب