تاند(چهارشنبه، د جدي ۷ مه) راپورونه وايي چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد یوازینی پاتې سرتیری، پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل د ۴۳ کالیزې په ورځ په هرات کې مړ شوی دی.
په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس نعیم الحق حقاني په یوه ټویټ کې کښلي چې عبدالله خاکموف په اسلام میین او د افغانانو خواخوږی و.
عبدالله خاکموف، چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل په مهال افغانستان ته راستول شوی و، د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د مجاهدینو له لوري اسیر شو او وروسته یې اسلام قبول کړ او شیخ عبدالله نوم پرې کېښودل شو.
دی بیا هیڅکله روسیې ته ستون نه شو، په هرات کې یې واده وکړ او د مرګ تر ورځې پورې په دغه ښار کې له خپلې مېرمن او ماشومانو سره اوسیده.
ده تنفسي ناروغي لرله.
خدای دی وبخښی. د جالب او زړه پوری سرنوشت خاوند ؤ.
الله د مغفرت کړی.