دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+تاریخ څرنګه ولیکو څرنګه یې ولولو؟

تاریخ څرنګه ولیکو څرنګه یې ولولو؟

عبدالباري جهاني

د سید جمال الدین افغانی په باره کي مي یوه سلسله مضامین ولیکل او د تاند ویبپاڼي ته مي ولېږل. زما له انتظار سره سم، د ځینو لیکوالانو له ډېر سخت اعتراض سره مخامخ سوم. هغوی لومړی زما څخه د دې مضامینو د لیکلو د انګېزې په باره کي سوال کړی وو. ګواکي ما، خدای مه کړه، د قام د کوم دښمن په حیث لیکنه کړې وه. ځینو لیکلي  وه چي ما ګواکی پر اظهرمن الشمس حقیقت باندي سترګي پټي کړي دي. زه باید دوی ته ووایم چي ضروری نه ده هره تاریخي لیکنه او تحقیق انګېزه ولري. او که  یوه پېښه اظهرمن الشمس بلل سوې وه نو موږ به هیڅ نه وایو.

لیکوال او مورخ په هره موضوع کي چي زړه یې وغواړي لیکنه کولای سی. د تاریخي لیکني تر ټولو مهم او حتمی شرط مستند لیکل دي. زه یقین لرم چي دغو اعتراض کوونکو ځوانانو زما لیکني سمي څه چي بیخي لوستي نه دي. که چیري ما پخپله د سید جمال الدین افغانی په خپلو آثارو او لیکنو استناد کړی وي نو بیا سوال په کوم ځای کي دی. په دې صورت کي یوازي هغه وخت اعتراض کېدلای سي چي دغه یا هغه اثر د سید ونه ګڼل سي او یا مشکوک وبلل سي.

سید جمال الدین افغانی د افغانستان په باب یوازي یو تاریخي کتاب لري« تتمت البیان فی تاریخ الافغان»  او په هغه کتاب کي یې داسي اشتباهات کړي دي چي د لومړنۍ ښوونځی د شاګرد تر سویې کښته دي. نو که موږ د هغه دغو اشتباهاتو ته ګوته نیسو؛ د دې کار تاوان په څه کي دی؟

سید د هرات واکمن سدوزی شهزاده کامران، د بارکزي کوندل خان وراره بولي. نو دا سمه خبره ده. سید د امیردوست محمدخان د دوهم ځل پاچهی په کلونو کي، چي د رنجیت سینګه، د مړیني څخه څو کلونه تېر سوي دی، پر پېښور باندي د رنجیت سینګه د حملو بیان کوي. نو دې اشتباه ته به سړی ګوته نه نیسی؟ سید پښتانه نژاداً ایرانیان او ژبه یې له زند اویستا او فارسی څخه اخیستله سوې بولي. دا سمه ده؟ سید وايی د افغانستان سنی علماء د یهود او نصارا په لاس د ذبیحه سويو څارویو غوښي خوري مګر د شیعه په لاس ذبیحه مرداره بولي. دا حقیقت لري؟ سید سیکهان بت پرستان او هندوان د بابا نانک پیروان بولي. دا حقیقت دی؟ نه سیکهان بت پرستان دي او نه هندوان د ګورو نانک پیروان دي.

زه تاسي ته بلنه درکوم چي د سید جمال الدین افغانی په باره کي زما د مضامینو سلسله ولولی. که چیري کوم غلط استناد او یا کمزوری استناد په مخه درسي نو اعتراض وکړی او هغه اعتراض به زما سره، د خپلو مضامینو په اصلاح کولو کي مرسته وکړي. زه په یقین سره درته ویلای سم چي د سید جمال الدین افغانی په باره کي، په افغانستان کي، نه پخوا او نه په اوس وخت کي، چا داسي جامع او مستند تحقیقات درته وړاندي کړي دي. زما د لیکنو یو خصوصیت دا دی چی معمولاً مستنده لیکنه کوم. او له لوستونکو څخه مي هم هیله داده چي د مضامینو، په تېره بیا د تاریخی مضامینو، د لوستلو په برخه کي دغی موضوع ته زیاته توجه وکړي.

که تاسي یوازي د مضمون د عنوان له مخی قضاوت وکړی او د مضمون متن ته توجه ونه کړی او یا یې د مخکني قضاوت او ذهنیت په اساس ولولی نو ګواکي لیکوال هسي ځان په زحمت کړی او شپې او میاشتي یې هسي بېځایه خواري کړې ده. باور وکړی دا مضامین زما د کلونو زیار محصول دی او تاسي په دا یوه خبره خلاصه کړي دي چي ګواکي ما د اظهرمن الشمس حقیقت د پټولو په منظور لیکنه کړې ده. او یا زه خو شاعر سړی یم زما یې له تاریخ سره څه. زه باید شعرونه ولیکم. شاعر د تاریخ لیکلو حق نه لري؟ تاسي زما تاریخی آثار لوستي دي؟ زه یو ځل بیا تاسي ته بلنه درکوم چي دا مضامین سم ولولی او بیا قضاوت وکړی.

6 COMMENTS

  1. لوی خدنتګار جهانی صاحب سلامونه
    هیڅ وخت د دې ډول کسانو په خبرو سر مه ګرځوئ. زموږ په ټولنه کې داسي خلک کم نه دي چې د خدمتګارانو د تشویق پر ځای هڅه کوي چې هغوی مایوسه او له کاره پښېمانه کړي.
    څوک ستاسو په شان په ۷۰ کلنۍ کې کار کولی شي؟ څوک شته چې په دې عمر ستاسو په شان کار وکړي. ستاسو علمي او تاریخی لیکنې تل په تاند کې لولم او له شعرونو او ژباړو مو خوند اخلم.
    خدای دې سل کاله نور عمر درکړي.

  2. سید جمال الدین افغان ته د منسوب کتاب په هکله د جهانی صیب شنَنه او څیړنه او تنقید د پوره درک او توجیه وړ دی خو خبره دا ده چی:
    که دا حقیقت ومنو چی دروند سید افغان یو سپیڅلی او د کړیدلو پرګنو غمخور او د استعماری ضد افکارو یو نړیوال مبارز ؤ نو دا حقیقت هم باید ومنو چی استعمارګرانو د غچ او انتقام پتوګه سید ته د منسوب کتاب ډیر یا ټول محتویات تحریف کړی او حتی جعل کړی دی ضمناً سید داسی کوم فکری او نَسلی وارث هم نه درلود چی د وفاداری پتوګه د هغه محترم شخصیت آثار د مخالفینو او دښمنانو د حملو او تجاوز څخه خوندی کړای سی. بله دا چی د سید نبوغ ته په کتو سره دا به د سلیم عقل څخه لیری وی چی مثلاً سید ځینی یا ډیری بدیهی او ښکاره پیښی او واقعیتونه په بل ډول بیان کړی وی ، نتیجتاً د سید په کتاب کی اکثره مطالب له نورو دښمنانه ادرسونو څخه وارِد سوی دی او ددی مطالبو انتساب سید ته به یو عجولانه او احساساتی کړنه وی.

  3. ښاغلی جهانی صاحب،
    د سید جمال الدین افغاني په هکله مو تحقیقات سره له دې چې اوس د افغانانو هيڅ درد نه دوا کوي، او د بعضې لوستونکو د نظریاتو پر بنسټ، ممکن په اوسنیو شرایطو کې د افغانانو د ناراحتۍ سبب شي. که د يوې شېبې لپاره ستاسو د مطالعاتو اساس ومنم او فکر وکړم چې سید جمال الدین افغاني فقط یو افسانوي شخصیت و، ځه ګټه به راورسوي، بې له دې چې خپل د پخوانیو شخصیتونو په اهلیت او صلاحیت مې شکمن او بد ګمانه کړي. کاش دومره وخت مو په يوې بلې حادې موضوع څېړنه کړې وای.

    حافظ
    عیبِ رندان مَکُن ای زاهدِ پاکیزه سرشت
    که گناهِ دگران بر تو نخواهند نوشت
    ناامیدم مکن از سابقهٔ لطفِ ازل
    تو پسِ پرده چه دانی که کی خوب است و کی زشت

    یو بل ځای وایي:
    عیب مستان مکن ای خواجه کز این کهنه رباط
    کس ندانست که رحلت به چه سان خواهد بود

  4. سیدجمال الدین افغانی د اوسنیو افراطی نظریاتو بنسټ ایښودونکی دی.
    سید جمال الدین- چې ځینې باور لري- له عیسوي ماسینورانو سره یې ارتباط درلود، ټول اسلامي هیوادونه په مصیبت اخته کړل
    د جهاني صاحب په لیکنه کې که څه هم د سید جمال الدین افغان دې منفي اړخ ته توجه نه ده شوې خو تابو یې مات کړ شاید دا یو پیل شي
    ثابت

  5. پتنګ ورور ګُله! ګومان نه کوم چی پورته ثابت صیب به همهغه زموږ او ستاسی آشنا! ملا ثابت وی بلکه دا کوم بل روشنفکر ” ثابت ” دی.
    خبره خو دا ده چی استعمار دری تاریخی څیری لری؛
    ۱ – زوړ استعمار
    ۲ – نوی استعمار
    ۳ – بیخی نوی استعمار
    زوړ استعمار = د برچی او تُری او توپک په زور ئی ددی او هغه هیواد وګړی ځپل او لوټول.
    نوی استعمار = د خپلو محلی لاسپوڅو له لیاری ئی هیوادونه او وګړی ترټل او لوټوَل.
    بیخی نوی استعمار = تر ټولو خطرناک استعمار = د خپل اقتصادای او فرهنګی او استخباراتی او نور قدرت او نفوذ له لیاری ئی داسی شرائط را منځته کړه چی د استعمار ځپلو ټولنو روشنفکران او حُکام پخپل لاس خپل تاریخونه او ویاړونه مسخ کړی ( خصوصاً نن سبا د هالیووډ او مجازی او مطبوعاتی او تبلیغاتی او نورو امکاناتو په وسیله ).
    سید جمال الدین یو آتشین او استعماری ضد شخص ؤ کوم چی د کمزورو او استعمار ځپلو ( خصوصاً اسلامی ټولنو) د تنویر او ویښتیا هڅه ئی کوله بناً ماسونری شیطانی تشکیلاتو په ځینو ټولنو کی د سید د مبارزاتی افکارو او د هغه د شخصیت د وژنی په موخه ددی تفکر تخم وشیند چی ګواکی سید د ماسونری غړی ؤ.
    بله مهمه خبره دا ده چی د استعمار په وړاندی مبارزه یا فکری وی یا وسواله چی په دواړو صورتونو کی دا مبارزه د استعمارګرانو او د هغوی د خواخوږو په ګومان یو ډول افراطیت ښکاری.
    که فکری یا وسله واله مبارزه افراطیت وی نو د انګریز او شوروی او نورو قدرتونو په وړاندی د افغانانو د مبارزو پر ویاړونو باید د بطلان کرښه کش سی ( د انګریز یا شوروی په وړاندی مقاومت یو خوشی او بیځایه او باطل مقاومت باید وګڼل سی، یعنی حاکمانو او شاعرانو او هنرمندانو او تاریخ پوهانو او نورو مخورینو خوشی د پروړو د ویاړونو غرونه موږ ته په ننداره ایښی وه) .
    قسم ده چی زما عرض ښاغلی ثابت ته توجیه نه دی بلکه یو عمومی نظر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب