دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهواشنګټن پوسټ کرزی د بیا واکمنيدو لپاره ط-الب مشرانو سره په پټو...

واشنګټن پوسټ کرزی د بیا واکمنيدو لپاره ط-الب مشرانو سره په پټو خبرو تورن کړ

تاند:( چار شنبه، د جدي اوومه) واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د بیا واکمنيدو په هڅو تورن کړی او ویلي، چې هغه په نوي افغانستان کې د خپل ځای د موندنې هڅې کوي.

سرچینه زیاتوي، افغانستان کې د حامد کرزي پاتېدنه او د نورو سیاستوالو تېښته لامل شوې چې خلک ددغه پخواني ولسمشر د میراث په تړاو له سره فکر وکړي .

واشنګټن پوست د «حامد کرزی په نوي افغانستان کې د خپل ځای موندنې هڅه کوي» په نوم مقاله کې وايي: «دغه پخوانی ولسمشر سخت په دې هڅه کې دی چې د نویو واکمنانو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي ځکه د ده ژوند ور سره غوټه شوی.»

حامد کرزي واشنګټن پوست ته افغانستان کې د پاتېدو په تړاو ویليچې د خپل خوندیتابه په اړه ډاډمن نه و خو له افغاستان ونه وت.

 ښاغلي کرزي ویلي «هېڅکله نه وتلم او نه به کله ووځم.»

ورځپاڼه وايي طالبان د ښاغلي کرزي هر ګام څاري. خو سره له دې هم نوموړی په کور دننه د دوی په یوه جوت منتقد بدل شوی.

 دی د نجونو لپاره د زده کړې د حق او د داسې یوه حکومت غوښتنه کوي د ټولو توکمونو استازیتوب وکړي.

د ورځپاڼې په وینا طالبانو یې خبرو ته اعتنا نه ده کړې خو د حامد کرزي ټینګار او دا واقعیت چې نور سیاستوال تښتېدلي او دی افغانستان کې پاتې شوی د ده د میراث په تړاو د شته انګېرنو د بیا ارزونې لامل شوی، ان د هغو کسانو ترمنځ هم چې دی یې د امریکایانو لاسپوڅی باله او پر حکومت به یې چې له جنګسالارانو ډک او په فساد ککړ و سختې نیوکې کولې.

ورځپاڼه وايي حامد کرزی اوس افغانستان کې د لا ډېرې برابرۍ لپاره د مبارزې له امله په پراخه کچه ستایل کېږي. لیکوال د یوه شنونکي خبرې اخیستې چې وايي کرزی هغو لپاره چې له طالبان ډارېدل په یوه الهام بدل شو. خو ورځپاڼه وايي کرزی دې لپاره چې یوازې یو سمبول نه بلکې اغیز ولري نو اړ به وي چې د طالبانو د مشرانو چې ډېری یې ورته لا هم د غلیم په سترګه ګوري، باور خپل کړي.

تاند ته د طالبانو ځينې سرچينې بيا وايي، چې حامد کرزي او بل هر پخواني چارواکي او سياستوال ته طالبان په ټوله کې د غیر طالب او نه پخلا کيدونکي دښمن په سترګه ګوري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، کرزي سره د ملا برادر په ګډون ځینې طالب مشران د کندهار د قومي اړيکو له مخې ښه چلند کوي، خو دا یې د واک ته رسېدو د هڅو د ملاتړ په مانا نه ده.

د پرزول شوي جمهوري نظام يو شمېر پخواني چارواکي او پلويان بيا ښاغلی کرزی طالبانو سره لا له وړاندې په پټو معاملو تورنوي او وايي، چې هغه د شخصي عقدو لپاره ان د نظام له سقوط سره مرسته وکړه.

ښاغلی کرزی بيا پخوانی ولسمشر اشرف غني له هېواده په تېښته او د نظام د نسکورولو په زمينه برابرولو تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب