دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهباختر اژانس په اردو ژبه هم خپرونې پیل کړې

باختر اژانس په اردو ژبه هم خپرونې پیل کړې

تاند:( چار شنبه، د جدي اوومه) د افغانستان لومړني او يوازيني دولتي خبري اژانس باختر په اردو ژبه هم خپرونې پيل کړي دي.

دغه اژانس له څو ورځو راهيسې په اردو ژبه خپله جلا پاڼه پرانيستې او خپل فعاليتونه پکې وړاندې کوي.

په اردو ژبه د افغان رسنيو د فعاليت سابقه ډېره کمه او استثنایي ده.

د طالبانو لخوا پر اردو ژبې تمرکز بیا اوږده سابقه لري او له اوږدو کلونو راهيسې دغه تحريک په اردو ژبه هم خپلې مهمې اعلاميې خپروي.

د طالبانو منتقدین د دوی دا کار پاکستان او اردو ژبې سره د طالب مشرانو ځانګړې لېوالتيا او خلوص ګڼي.

اردو په پاکستان کې هم رسمي ژبه نه ده او رسمي ادارې يې په انګليسي ژبه خپلې چارې مخې ته وړي.

2 COMMENTS

  1. که طالبان دومره نران وی د پښتنو او بلوڅو رادیوی پروګرام چی د داود او ترکی وخت خپریده هغه پروګرامونه دی خپاره کړی. خصوصآ نن سبا چی قبایلی سیمی او بلوچستان په مجموع کی د کافرو تر تسلظ لاندی دی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب