نن سهار له کندهار څخه زما یوه خواخوږي دوست په هغه ښار کي د یوې لويی غونډي، د یوې برخي یوه ویډیو را ولېږله. دې غونډي ته یوه جاهل په داسي پوچو الفاظو او کرغېړنو کلماتو وینا کوله، وینا نه وه بلکه غپا یې کوله، چي ما په خپل ټول ژوند کي د دنیا په هیڅ ځای کي د سټیج له سر څخه دونه پوچ کلمات او ښکنځل نه اورېدلي او نه مي تصور کولای سوای. دا وینا له دومره پوچو الفاظو او ښکنځلو څخه ډکه وه چي حتی د یوې کلمې تکرار یې د قلم تقدس ته سپکاوی دی. د ابوجهل د دې سکني زوی د وینا اصلي موضوع د ښځو او نجونو د تعلیم پر ضد ښکنځل او پوچ ویل وه. دا نظم مي د همدغی ترخې خاطرې په یاد لیکلی دی:
که دا ښار هدیره نه وای که ژوندي پر اوسېدلای
ابوجهل به یې ولي د منبر سرته ختلای
که دا مېنه د میرویس وای که دا قام د احمدشاه وای
د جاهل ژبه به ولي لکه توره چلېدلای
چا دروغ ویل چي دلته بلېدې ډېوې د علم
جنازې ته به یې ولي په سروسترګو ژړېدلای
نن به ولي په تیارو کي ښخېدی د شمعي مړی
که ریشتیا مو تاریخونه د قرنونو درلودلای
خدایه زما له ښکلي ښاره زما له مسته کندهاره
دا پیغام چا رالېږلی؟ کشکي نه مي اورېدلای
کشکي نه وای له دې قامه نه شاعر وای نه لوستونکی
نه مي نظم سوای لیکلای نه مي توري سوای لوستلای
یو به زه یوه امسا وای له خپل زړه سره تنها وای
نه په غم د چا شریک وای نه له رنځه کړېدلای
زما وطن پر مرګ پېرزوی دی نه قدرت د ابوجهل
بس چي ژبه یې ګونګی وای چا یې ږغ نه اورېدلای
یا دي نه وای شاعر کړی یا دي نه وای بینا کړی
له جهانه پټي سترګي تر خپل ګوره پوري تللای
ما به څه غوښتای له نظمه ما به څه غوښتای له درده
زه به ولي هر پرهار ته په سینه کي خوږېدلای.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتی اووه ویشتمه، ویرجینیا