تاند:( چار شنبه، د جدي اوومه) د پښتونخوا مشهور ليکوال او څېړونکی ډاکټر سهیل انشا ومړ.
نوموړی له مشهورو پښتنو لیکوالو څخه و، چې د پښتو ژبې، تاریخ او ټولنيزو جوړښتونو په اړه ېې ډېرې څېړنې کړې وې.
د هغه په مړینه پښتنو فرهنګیانو غمرازي ښودلې او هغه ېې له مطرحو مترقي لیکوالو څخه ياد کړی.
سهیل انشا د طب ډاکټر و، خو په ادبياتو کې یې د پراخو معلوماتو څښتن و او له څو لسيزو راهيسې پکې فعال و.